د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د طالبانو د څو غړو د اعدام موضوع د «ملاتړ او ګواښ» ترمنځ


وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی چې که افغان ولسمشر د حقاني شبکې او طالبانو د یو شمېر زندانیانو د اعدام حکم توشيح کړي، دغه ډله به د هغوی غچ واخلي.

خو د ملي شورا یو شمېر سرچينې او د افغان حکومت يوه سرچینه وايي، طالبانو په افغانستان کې په دوامداره توګه وژل کړي او له دې کاره یې هېڅ لاس نه دی اخيستی.

طالبانو په افغانستان کې په دوامداره توګه خلک وژلي دي او هېڅ کله يې له تاوتريخوالي لاس نه دی اخيستی.

دا خبره د ملي شورا يو شمېر غړيو او د افغان حکومت يوې سرچينې وروسته له هغه کړې ده چې طالبانو خبرداری ورکړ، که ولسمشر اشرف غني د يوولسو زنداني سخت دريځو د اعدام حکم توشيح کړي، غچ به يې واخلي.

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د طالبانو د دغه تهدید په اړه د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل:

محمد علم ایزدیار.
محمد علم ایزدیار.

"طالبان هره ورځ په جګړه لاس پوري کوي، په تاوتريخوالي لاس پوري کوي او شا او خوا ټول خلک هدف ګرځوي، له بده مرغه طالبانو هېڅ وخت د خلکو له وژنې لاس نه وو اخيستی او موږ د دې شاهدان يو،پ ه دې اساس، هيله من يو چې طالبان درک کړي او له جګړې او تاوتريخوالي، د خلکو له وژنې او افغانستان له ويجاړولو لاس واخلي، زه په دې باور یم چې طالبان په خپله دغه ستراتيژي او پروګرام کې بريالي نه دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره له خلکو لېري کېږي."

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست په کابل کې د چهارشنبې په ورځ تر خونړۍ بمي حملې وروسته وويل چې دا حمله د پاکستان د استخباراتي ادارې په همکارۍ د حقاني شبکې له خوا شوې وه.

خو پاکستان ويلي چې افغان حکومت د خپلې ناکامۍ پړه د پاکستان پر غاړه اچوي.

د افغان حکومت يوې سرچينې تر دې حملې يوه ورځ وروسته وويل چې ولسمشر اشرف غني د هغو يوولسو حقاني شبکې او طالبانو غړيو چې زندانيان دي، د اعدام حکم توشيح کړی دی.

خو د افغانستان د جمهوري رياست وياند ويلي چې دا حکم تر اوسه نه دی توشيح شوی.

رويټرز خبري اژانس د وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په اړه راپور ورکړی چې دغې ډلې ويلي، د افغان حکومت د دغه اقدام په صورت کې به د حکومت او دغه هېواد له عدلي سيسټم څخه غچ واخلي.

افغان طالبان.
افغان طالبان.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې يوې غړي نيلوفر ابراهيمي ازادي راډیو ته وويل چې که افغان ولسمشر د طالب زندانيانو د اعدام حکم توشيح کړ، دا د خلکو د استازي په توګه د دې اقدام ملاتړ او هرکلی کوي.

مېرمن ابراهيمي همداراز د طالبانو خبرداري ته په اشاره وويل چې دې ډلې مخکې هم هېڅ کله له قتلونو او وژنو لاس نه دی اخيستی.

نوموړې زیاته کړه:

"ايا طالبانو تر اوسه غچ نه دی اخيستی؟ نو ستاسو په نظر حکومت بايد څه کار وکړي او د فشار له کومې وسيلې کار واخلي چې مقابل لوري ته ځواب وويل شي چې د دې ټول وحشت راوړونکی دی؟ طالبان که غچ اخلي څه ډول انتقام اخلي؟ طالبانو تر اوسه څه کړي دي؟ فکر کوم تر دې زیات غچ نه اخيستل کېږي، طالبانو يا د افغانانو دښمنانو يا ترورېزم هيڅ وخت پر شا تګ نه دی کړی."

له بلې خوا د افغان حکومت يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو تر دې مخکې هم پر افغانانو زړه نه دی سوځلی او خپلو حملو او قتلونو ته يې دوام ورکړی دی.

په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې مسئولیت تر اوسه چا نه دی اخيستی.

وسله والو طالبانو رد کړې چې د دې حملې تر شا د دوی لاس وو.

XS
SM
MD
LG