د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه


نيشنل انټرسټ خپرونه په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه له یو لړڅرګندونو وروسته لیکي، په دې هېواد کې د امریکا جګړه چې شپاړسم کال ته داخله شوې، دومره اوږده شوې چې ځینې وختونه سړی په سختۍ په یاد راوړي چې دغه جګړه د څه یا کوم هدف لپاره پیل شوې وه.

لیکوال وړاندې دې ته اشاره کوي چې د القاعده له خوا پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو وروسته لومړیو اونیو کې امریکایي چارواکوپه کراتو کراتو پردې ټینګار کاوه چې د القاعده ډله باید ماته شي او که امکان ولري مشر یې اسامه بن لادن ژوندی ونیول شي یا ووژل شي.

د نیشنل انټرسټ خپرونې په وینا د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ نسکورل لومړنی هدف نه وبلکه له طالبانو یوازې غوښتل شوي وچې له القاعده سره اړیکې پرې کړي او بن لادن او نور مشران یې چې له دوی سره و، متحدو ایالتونو ته وسپاري. خو کله چې طالبانو له دې کاره ډډه وکړه واشنګټن اړ شو چې د واکمنۍ د نسکورولو لپاره یې مټې را ونغاړي.

خپرونه وړاندې ليکي:

په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا جګړه هغه وخت مهم پړاو ته داخله شوه چې د القاعده په وړاندې د ترورېزم ضد جګړه په دې هېواد کې د طالبانو په وړاندې د بغاوت ضد جګړې ته بدله شوه.

د دې ترڅنګ د یوه پرمختللي هېواد په توګه د افغانستان د بدلولو لپاره د دولت جوړونې هڅې مخ ته یووړل شوې.

نیشنل انټرسټ خپرونه لیکي:

د اساسي دښمن په توګه د طالبانو له په نښه کولو سره متحده ایالات یوې داسې جګړې داخل شوی چې د ګټلو نه ده او یو علت یې هم دا دی چې د القاعده خلاف چې اکثره غړي یې بهرنیان په تېره بیا عربان و، د طالبانو اکثریت یې د افغانستان په یوه ځواکمن لوی قوم پورې تړلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په افغانستان کې پردیني عالمانو د طالبانو د حملو زیاتوالي ته پام اړولی او لیکي:

په دې هېواد کې دیني عالمان له اوږدې مودې راهیسې په یوه یا بله بڼه د حملو لپاره ځکه په نښه شوي چې ویناوو ته یې د ټولنې اکثره قشرونه ډېر ارزښت ورکوي او کله یې چې انتقادي څرګندونې کړي، وژل شوي هم دي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، اټکل کېږي چې په افغانستان کې په روانه ۱۶ کلنه جګړه کې به په سلګونو دیني عالمان وژل شوي وي خو دا چې څه شمېر یې د هدفي حملو په ترڅ کې په نښه شوي، په دې اړه دقیق ارقام نشته.

د ورځپاڼې په وینا یوازې طالبان د دوی د وژلو عاملان نه دي خو دې ډلې په وروستیو کې پرې حملې زیاتې کړي دي.

نیویارک ټایمز په دې اړه د دیني عالم محمد محق چې د ولسمشر اشرف غني سلاکار هم دی، څرګندونې را اخیستي چې ویلې یې دي، طالبانو ځکه پر دیني عالمانو حملو ته زور ورکړی چې دا یقیني کړي چې مشروعیت یې دغه دیني عالمان په وعظونو او خطابو سره ترپوښتنې لاندې رانه ولي.

د هغه په وینا یوازې همدغه دیني عالمان دي چې د دې وړتیا او قدرت لري چې په خپلو ویناوو سره د طالبانو مشروعیت کمزوری کړي.

نیویارک ټایمز د طالبانو د یوه مهم غړي چې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط یې دې ورځپاڼې سره خبرې کړي، دا خبره هم راخیستي چې ویلي یې دي، د ملاهبت الله اخوند په مشرۍ د طالبانو نظام تربل هروخت اوس دیني موعظې ډېر له نژدې څاري او هغه چې د طالبانو له شریعت سره په ټکر کې وي، وینا والو ته یې تر ټولو سختې سزاوې ورکوي.

XS
SM
MD
LG