د کابل د علماو شورا د وسلهوالو طالبانو هغه دریځ غندلی چې ویلي یې دي، د روژې په مبارکه میاشت کې به جګړې ته لا زور ورکړي.
د دغې شورا مرستیال ګل احمد صدیقي چکري د دوشنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو باید لږ تر لږه په دې میاشت کې له جګړې او وینې تویولو لاس اخیستی وی.
نوموړی وايي:
"دې ته باید موږ ځير شو چې زموږ د پیغمبر جنګ د رمضان په میاشت کې د مشرکینو په مقابل کې شوی، ایا دلته چې په دې خاوره کې کوم خلک اوسېږي دا کافران دي؟ موږ تأسف کوو چې دلته کوم خلک چې وژل کېږي ټول عام خلک دي، دا د غندلو وړ ده او مسلمان وژنه روا نهده، زموږ غوښتنه له وسلهوالو طالبانو څخه دا ده چې د خدای په خاطر او د دې میاشتې د درناوي په خاطر جنګ بس کړئ او سولې ته غاړه کېږدئ."
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې وسلهوالو طالبانو په روژې میاشت کې د افغان حکومت له لوري د اوربند غوښتنه ونهمنله.
د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې نهیوازې د جګړې د درولو لپاره د کابل غوښتنه ردوي بلکې په دې مبارکه میاشت کې غواړي چې جګړه لا تېزه کړي ځکه چې د دوی په باور په دې میاشت کې جنګ لا ډېر ثواب لري.
خو تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د دولت له وسلهوالو مخالفینو غوښتي و چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي له وژنو او جګړو لاس واخلي.
د روژې په مبارکه میاشت کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د جګړې د دوام په غبرګون یو شمېر کابل ښاریان هم بېلابېل نظرونه لري.
دوو تنو کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"زه اسرار د کابل ښار اوسېدونکی یم، له طالبانو دا پوښتنه لرم چې تاسې جهاد په چا کوئ ایا په عامو خلکو؟ زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان دې سولې ته غاړه کېږدي او په دې مبارکه میاشت کې دې د عامو خلکو له وژلو لاس واخلي."
"زما نوم عبدالواحد دی، طالبانو ته دا وایو چې د جهاد ځای یوازې افغانستان نهدی، دوی باید دلته نور له جګړو لاس واخلي، دوی تل افغان بېګناه خلک وژلي، زموږ غوښتنه دا ده چې نور له جنګه لاس واخلي."
یو شمېر نور کابل ښاریان بیا له وسلهوالو مخالفینو څخه د افغان حکومت او خلکو دا تمه چې په روژه کې دې جګړه ودروي ډېره پر ځای نهبولي ځکه د دوی په وینا پخوا تر دې هم دوی ورته غوښتنې رد کړي او حتی په جوماتونو او روغتونونو یې هم له حملو ډډه نهده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روژې په لومړۍ ورځ شنبه په خوست کې په موټر بم حمله کې تر ۱۸ تنو ډېر کسان ووژل چې د راپورونو له مخې ډېری پهکې ملکي وګړي وو.
یو شمېر دیني عالمان بیا په هر حالت کې د طالبانو لهخوا د جګړې په دوام کې د سیمې او یو شمېر ګاونډيو هېوادونو د استخبارتي کړیو د لاس لرلو خبره کوي وايي چې د طالبانو په لیکو کې ځيني کسان شته چې د سیمې د دغو استخباراتي کړیو په لارښوونه په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي.
راپور: ناجیه ساپۍ