د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۹

کابل ښار اوسېدونکي: وسله وال مخالفین باید روژې ته په درناوي سوله وکړي


د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د حکومت وسله وال مخالفین باید د روژې په میاشت کې د جنګ پرځای سولې ته غاړه کېږدي.

کابل ښاریان وايي، نور له جنګه ستړي دي او د حکومت له ټولو وسله والو مخالیفینو يې دا غوښتنه ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې او پخلاینې لار غوره کړي.

دوی وايي، روژه د برکتونو او رحمتونو میاشت ده او په دغه میاشت کې ټول مسلمانان باید پخپلو زړونو کې د کرکې او بدبینۍ پرځای مینې او ورورولۍ ته ځای ورکړي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو جاوید او ایمل ازادي راډیو ته وویل چې تېرې نېږدې څلور لسیزې يې په جنګونو، وژنو، ویرونو او غمونو کې تېرې کړې او نور سوله غواړي:

"روژې میاشت کې دوی باید راشي سولې ته کښېنې،ښه کارونه وکړي څو خدای یې وبخښي، زموږ هیله دا ده چې دوی راشي سوله وکړي سوله ښه ده او موږ سوله غواړو."

"په دغه میاشت کې باید صدقه ورکړي، ښه کارونه وکړي او جنګ نه لاس واخلي څو سوله راشي او خلک په امنیت کې ژوند وکړي،دلته هغه ورځ انتحاري وشو يو ملګری مې په کې ووژل شو زه هم په کې زخمي شوم."

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د جمعې په ورځ په يوه وېډيويي پيغام کې له وسله والو مخالیفینو غوښتي چې د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي له جنګ او افغان وژنې لاس واخلي او سولې ته لبیک ووايي.

په کابل کې د بریتانیا سفارت هم د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت رسنیو ته په استولې اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې او د امنیت د ټيګښت هیله کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په خوست ښار کې د روژې په لومړۍ د شنبې د ورځې په سهار اته بجې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه یوه موټر بم چاودنه شوې چې له امله يې ۱۴ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي چې د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې وژل او ټپيان ټول ملکي خلک دي.

خو په ځینو راپورنو کې بیا د وژل شویو شمېره اتلس کسه ښودل شوې دی.

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار هم د جګړې له ښکېلو غاړو د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند هیله لري.

محمد اسماعیل قاسمیار.
محمد اسماعیل قاسمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"زه هیله لرم چې حد اقل د روژې په مبارکه میاشت کې دوی د چاودنو او انتحاري حملو او خپلو مسلمانانو ورونو او هېود والو له وژنو او د دوی د وینو له بهولو نه پرهیز او ډډه وکړي."

و مو غوښتل په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم واخلو خو بریالي نشوو.

د یادونې ده چې هر اختر، روژه او د نوي کال په پیل کې افغانان په جنګ کې له ښکېلو غاړو د جګړې د بندېدو غوښتنه کوي خو کله هم د دوی غږ نه دی اورېدل شوی او نه هم د ټوپکو خولې سړې شوې دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG