بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله پرونۍ ګڼه کې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر هغه غوښتنه ليکنه خپره کړې چې له اسټراليا څخه يې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو په برخه کې کړې ده.
د امريکا ولسمشر دا غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو غونډه وشوه.
د اسټراليا د صدراعظم مالکولم ترنبول حکومت ته يوې نېږدې سرچينې تائيد کړه چې د امريکا حکومت تېره اوونۍ هڅه وکړه له اسټراليا د ناټو د ماموريت په چوکاټ کې د نورو پوځيانو د لېږلو ضمانت واخلي.
ډېلي مېل ورځپاڼې ليکلي، د امريکا د ولسمشر اداره هڅه کوي خپل غربي متحدان وهڅوي چې افغانستان ته شاو خوا ٥٠٠٠ نور پوځيان ولېږي چې د وسله والو طالبانو د فعاليت په ساحو کې په جګړه کې برخه واخلي.
داسې ښکاري چې د اسټراليا د ملي امنيت کمېټه د ناټو په غوښتنه د نورو پوځيانو د لېږلو په اړه يوې پرېکړې ته نېږدې شوې وي.
ناټو دا مهال په افغانستان کې د امريکا تر قوماندې لاندې ١٣زره پوځيان لري چې د افغان قواوو په روزنه، سلا مشوره او همکارۍ کې برخه اخلي.
په دې جمله کې څه کم ٣٠٠ پوځيان د اسټراليا او ٨٤٠٠ يې امريکايان دي.
افغانستان ته د نورو اضافي پوځيانو پر لېږلو په داسې حال کې بحثونه کېږي چې په وروستيو کې د دولت د وسله والو مخالفانو حملې زياتې شوې دي.
نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوځي اډه د وسله والو پر وروستۍ حمله مفصله ليکنه خپره کړې ده.
دغه حمله د پنجشنبې ناوخته پيل شوه چې د جمعې تر سهاره روانه وه او په نتيجه کې يې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي د وژل شويو سرتېرو شمېر له ١۵ تر شلو ښيي خو ځينې نورې سرچينې بيا وايي په دې حمله کې په لسګونو افغان سرتېري وژل شوي دي.
د ليکنې په پيل کې راغلي، په داسې حال کې چې د کندهار په ورڅېرمه ولايتونو کې د وسله والو تحرکات زيات وو، خو کندهار ولايت بيا هم په تېرو څو کلونو کې نسبتاً له امن ولايتونو ګڼل کېده.
وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو تېره مياشت د خپلو نويو پوځي عملياتو د پيل خبر ورکړ، د کندهار چارواکي وخت ناوخت په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د حملو خبر ورکوي.
دا د يوې اوونۍ په جريان کې په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوځي اډه دويمه حمله ده.
ډجيټل ژورنال:
کاناډايۍ انلاين خپرونې ډجيټل ژورنال بيا په خوست کې پر پرونۍ ځان وژونکې حمله ليکنه خپره کړې چې تر لسو ډېر کسان يې ووژل.
د ليکنې په حواله حمله د روژې په اوله ورځ وشوه چې مسؤليت يې وسله والو طالبانو منلی دی.
ډجيټل ژورنال ليکلي حمله د خوست پر ملېشه ځواک شوې ده.
ډجيتل ژورنال ليکي، د امريکا دفاع وزير جيمز متېس تېره مياشت خبردارى ورکړى و چې افغانستان په امنيتي لحاظ سخت کال په مخکې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالتونه او د ناټو ګڼ متحدان افغانستان ته د زرګونو نورو پوځيانو پر لېږلو غور کوي چې د سخت دريځو وسله والو پرضد جګړه کې برخه واخلي.