د لغمان ولایت امنيتي چارواکي وايي، د تېرو دوو اوونيو په جریان کې یې د مرکز او الینګار ولسوالۍ اړوند لسګونه کلي د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه پاک کړي او هلتهيې امنيتي بیزونه جوړ کړي.
د لغمان امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد د یکشنبې په ورځ په الینګار ولسوالۍ کې ازادي راډيو ته وويل چې دوی د دې عملياتو په جریان کې شااوخوا سل تنو وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د الینګار تر درې پورې یې يادې سيمې له وسلهوالو پاکې کړي.
نوموړي وويل، د دې عملياتو په جریان کې يې څلور مهم امنيتي بېزونه هم جوړ کړل چې افغان ګډ ځواکونه به د دې سیمو ساتنه کوي.
ښاغلي شیرزاد زیاته کړه:
"په تېرو دوو اوونیو کې زموږ ګډو ځواکونو ځمکني او هوايي عملیات وکړل چې وتوانېدو دا سیمې له وسلهوالو پاکې کړو او په دې استقامت مو څلور امنيتي بېزونه جوړ کړل او دا سيمې د وسلهوالو له ګواښه ارامه شوې."
په همدې ورځ د لغمان والي عبدالجبار نعيمي هم د الینګار په ولسوالۍ کې د جوړو شویو امنيتي بېزونو لیدنه وکړه او په خبرهيې د تېرو عملیاتو په جریان کې چې کومې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي هغوی سرهيې لازمې مرستې کړي او په پام کې لري چې په تصفیه شویو سیمو کې د بیارغونې پروژې پلان کړي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه:
"موږ په تېرو درې څلورو ورځو کې د الینګار او مرکز اړوند ځينو سیمو کورنۍ چې د عملیاتو له امله کډه شوې وې ورسره لازمه مرسته کړې او په پام کې لرو چې په دې سیمو کې د بیارغونې پروژې پلي کړو."
د لغمان د ولایتي چارواکو په خبره د دې امنيتي بېزونو په جوړېدو سره د لغمان مرکز امنيتي کمربندونه پاخه شوو او د الینګار ولسوالۍ هغه ناامنې سیمې چې پخوا به پهکې طالبانو فعالیت کاوه اوس د وسلهوالو د فعالیت مخه هم ورسره ونیول شوه.
راپور: شاهمحمود شینواری