د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۱

د ننګرهار کوټ کې هوايي حملې ۴ طالبان او ۴ ملکي وګړي وژلي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په دوهم فارم سیمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ نښته شوې چې په پایله کې اته تنو وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د دې جګړې پر مهال د مېرمنو او ماشومانو په ګډون اوولس تنو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

عطاالله خوګیاڼی.
عطاالله خوګیاڼی.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:

د بټي کوټ ولسوالۍ په دوهم فارم سیمه کې ځانګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کول چې بیا نښته رامنځته شوه په دې نښته کې څلور وسله‌وال وژل شوي او څلور نور زخميان دي بدبختانه د دې جګړې پر مهال د دوو مېرمنو او یو ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان شهیدان شوي او د درې مېرمنو او شپږو ماشومانو په ګډون دیارلس تنه نور زخميان شوي دي چې د زخميانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی."

د پېښې زخميان د جلال‌اباد مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

په دې پېښه کې زخمي شوی ضبطو خان وايي، دوی د غنمو لو په‌خاطر په خیمه کې پراته وو چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوه.

دی وايي، په دې وخت کې دوی رڼا هم ولګوله چې څوک پرې د وسله‌والو شک ونه‌کړي، خو بیا هم کله چې طیارې راغلې د دوی پر خیمو يې بريدونه وکړل.

د کوټ تېرې شپې نښته کې یو ټپي شوی ملکي وګړی.
د کوټ تېرې شپې نښته کې یو ټپي شوی ملکي وګړی.

ضبطو خان وايي، په دې بریدونو کې ټول شااوخوا اوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې یوازې د ده د کورنۍ دوه ماشومان او یوه مېرمن‌يې وژل شوي او دوه نور ماشومان او خپله دی زخميان دي.

ضبطو خان زیاته کړه:

"د شپې درې بجې قوه راغله طالبانو سره ډز ډوز ونښته موږ ګروپونه هم ولګول خو طیارې چې راغلې پر موږ يې بریدونه وکړل موږ ټول طیارو ویشتي یو یوه مې پېغله لور، مېرمن او دوه ماشومانو مې ساه ورکړه او زه دا دوه نور ماشومان زخميان دي زموږ مالونه‌يې هم ټول ختم کړل هېڅ‌يې راته پرې نه‌ښودل."

د قرباني شوې کورنۍ خپلوان د جګړې له ښکېلو خواوو نه غوښتنه کوي چې نور دې ړندۍ بمبارۍ او بریدونه بند کړي.

دوی وايي، په روانو جنګونو کې همېش ملکي خلکو ته زیان اوښتی:

"موږ له دولت نه دا غواړو چې ړندۍ بمبارۍ نورې بندې کړي تاسې وګورئ د دې پر ځای چې دښمن ته صدمه واړوي خپل عام خلک‌يې وویشتل."

"زموږ غوښتنه دا ده چې د غریبو خلکو او دښمن تر منځ فرق وکړي په عوامو دې بمباري نه‌کوي دا اوس دې خلکو غریبي کوله چې وویشتل شول."

که څه هم ولایتي چارواکي دا مني چې د تېرې شپې د جګړې پر مهال عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دا يې څرګنده نه‌کړه چې دا ملکي وګړي د کوم لوري په ډزو کې لګېدلي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دې پېښې په تړاو پلټنې پيل شوې دي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG