د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

تاوتریخوالي ځپلې ملالې او حميرا امن کورونو کې د نوي ژوند ساه واخېسته


په کابل کې شپږ او په ټول افغانستان کې ۲۷ امن کورونه دي.په دغو امن کورونو کې داسې ښځې او نجونې ژوند کوي چې د کورني تاوتريخوالي له کبله د خپلو کورو پرېښودلو ته اړې شوي وي.

په کابل کې د خوندي کورونو څخه يو د ښځې د ښځو لپاره په نوم موسسې له خوا اداره کېږي.

فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه امن په کور کې ۴۵ ښځې او کوچنيان ژوند کوي.

ملاله او حميرا له دغو ښځو څخه دوی دي.

پر ملاله په شپاړلس کلنۍ کې د يوه سخت دريځي قوماندان له‎خوا جنسي تېری شوی وو او هغې حمل واخېست.

دا چې کله او څه وخت پر ملاله جنسي تېری شوی وو، په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

ملاله له دې وروسته پرېکړه وکړه چې ځان ووژني خو تردې اقدام مخکې د امن په کور کې ورته پناه ورکړل شوه او د ژوند لپاره ورته هيله پيدا شوه.

د امن کور چې د افغانو ښځو لپاره د يوې خيريه موسسې WAW له خوا اداره کيږي، ملاله او ګڼ شمېر نورو ښځو ته چې له کورني تاوتريخوالي سره مخامخ شوي دي، پناه ورکوي او هغوی ته هيلې ورکوي.

ملاله اوس هم له هغه څه څخه ځورېږي چې پخوا پرې تېر شوي دي خو اوس غواړي خپله انرژي د ځان، د خپل کوچني او د نورو د يوه ښه راتلونکي د جوړلو لپاره مصرف کړي.

دې ويلي چې غواړي د پولیسو افسره شي او د ښځو له حقونو دفاع وکړي.

ملاله له رواني ستونزو سره مخامخ ده خو پرځان يې اعتماد له لاسه نه دی ورکړی.

دې زده کړي چې متن ولولي او غواړي ډېره د خپل کوچني په پالنه کې بوخته وي.

ملالې د خپل زوی نوم نظيف ايښی دی.

حميرا بله ښځه ده چې له خپلو درېيو لوڼو سره له شپږو مياشتو راهيسي په امن کور کې ژوند کوي.

د دې لوڼې له دو څخه تر اتو کالو عمر لري. حميرا د خپل معتاد مېړه له وهلو ټکولو تښتېدلې ده.

حميرا فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د هغه تاوتريخوالي له کبله چې پخوا ورسره شوی، اوس هم د سر له درده کړيږي.

حميرا وايي، مېړه يې ويلي چې خپلې لوڼې به د واده په هدف خرڅې کړي.

فرانسې خبري اژانس لیکلي چې د دغه امن کور دروازه د امنيتي کمرو له خوا څارل کېږي.

د ښځې د افغان ښځو لپاره موسسې رئيسه ناجيه نسيمي ويلي چې هېڅ څوک دغه ځای ته د ننوتلو اجازه نه‎لري.

د دې په وينا، د دې موسسې کارکوونکي لا نه دي خبر دا د امن کور په کوم ځای کې دی.

په افغانستان کې د امن په کورونو کې اوسېدونکو ښځو ته چې له کورني تاوتريخوالي سره مخامخ شوي وي، حقوقي خدمات هم ورکول کېږي.

په کابل کې له دغو کورونو څخه يو یې د ۲۰۰۴میلادي کال راهيسې د افغانستان د کوچنیانو او ښځو د مرستې موسسې يا HAWCA له خوا اداره کېږي.

د دې موسسې اداره کوونکې مينا سلطاني په دې وروستیو کې ازادي راډيو ته وويل چې په ۲۰۱۶میلادي کال کې د ښځو پر وړاندې د کورنیو د تاوتريخوالي شاوخوا ۲۵۶ قضيې يې حل کړي دي:

"بېلابېلې قضيې وې، د بېلګې په توګه مېرمن او مېړه طلاق غوښت او له يو بله جلا شوي وو او ډېری کسان چې نه يې غوښتل بېرته له خپلې مېرمنې يا مېړه سره يو ځای شي، کله چې له يوه بله جلا شول، د ټولنيزو خدماتو پر اساس چې د دوی لپاره مو په امن کور کې درلودل، دوی مو پر خپلو پښو ودرول او هغوی پخپله وکړای شو چې خپل ځانونه تکيه کړي. "

په امن کورونو کې هغه ښځې او نجونې ژوند کوي چې د کورني تاوتريخوالي له کبله تېښتې ته اړې شوي وي.

دوی د ښځو چارو وزارت له‎خوا د امن کورونو ته معرفي کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه په ۱۳۹۵میلادي کال کې د تېر کال په پرتله اته په سلو کې زیاته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، دغه کمېسيون تېرکال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي تر پنځه زره او پنځه سوه زیاتې قضيې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG