د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا، د دغه ګوند د مشرتابه شورا لهخوا، د ګوند د رهبرۍ لپاره د نویو غړو پر ټاکلو انتقاد وکړ.
یاده شورا وايي، د دغه ګوند د رهبرۍ لپاره، د نویو غړو ټاکل د یو ناسم تصمیم له مخې شوی او له غړو سره په دې اړه مشوره نهده شوې.
د دغه ګوند د انسجام شورا غړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د جمعیت اسلامي ګوند د غړو پر یووالي ټینګار وکړ او ویېویل چې د لنډ مهالې رهبرۍ شورا د غړو ټاکل باید، انتخابي وي، نه انتصابي.
د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا غړي عبدالکریم هاشمي د ګوند د وروستي تصمیم په اړه یوه اعلامیه ولوسته چې پهکې راغلي وو:
"د دغو غړو د انتخاب لپاره هغه معیارونه چې د جمعیت اسلامي ګوند د هدفونو او د هېواد د ټولې جغرافیې ښکارندویي وکړي، په پام کې نهدي نیول شوي، د قدرت محور، له پورته څخه تر ښکته پورې د سلیقو او له مشرتابه شورا سره د پېژندګلوۍ له مخې جوړ شوی، دغه تصمیم د جمعیت اسلامي د رأی ورکوونکو د مشورو له مېکانیزم څخه پرته نیول شوی دی."
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د غړو په انتخابولو کې باید د جمعیت اسلامي ګوند معیارونه او هدفونه په پام کې ونیول شي.
د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا غړي عبدالودود صابر، د یاد ګوند د مشرتابه شورا د نویو غړو پر انتصاب انتقاد وکړ.
ده وویل:
"دا په یوه سیاسي ګوند کې هم نهشته چې د رهبرۍ شورا غړي دې د انتصاب له مخې وټاکل شي، لږ تر لږه خو باید د ګوند د غړو نظریات اخیستل شوي وی، زه چې له ۴۳ کلونو راهیسې د دغه ګوند غړی یم په خواشینۍ سره باید ووایم چې د مطبوعاتو له لارې خبرېږم چې په ګوند کې بدلون راغلی دی."
سره له دې چې په جوړې ناسته کې د انسجام شورا پر وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند ځینو غړو شور جوړ کړ، خو بیا هم ناستې دوام وموند.
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې، د دغه ګوند د رهبرۍ لنډ مهاله شورا اعلان کړه چې د غړو شمېر پهکې له ۹ څخه ۶۴ ته ورسېد.
صلاحالدین رباني، عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان، احمد ضیا مسعود، محمد یونس قانوني، کلیمالله نقیبي، عبدالستار مراد، عنایتالله شاداب، محمد نسیم فقیري او عبدالشکور واقف حکیمي، د دغه ګوند د رهبري شورا د لېست په سرکې دي.
د عبدالله عبدالله او امرالله صالح نومونه په یاده شورا کې نهشته.
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې کاري بوختیا د دې لامل شوې چې د جمعیت اسلامي د رهبرۍ په شورا کې د عبدالله عبدالله نوم نهوي، خو د یاد ګوند غړیتوب لري.
د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا د معلوماتو له مخې، دغه ګوند له شااوخوا پنځوسو کلونو راهیسې فعاله او په ټول هېواد کې غړي لري.
د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه شورا لنډ مهاله ده او په راتلونکي کې به د ګوند د عمومي غونډې لپاره، د ټولو نظریات واخیستل شي.
ښاغلي حکیمي زیاته کړه:
"باید عمومي غونډه جوړه شي او د رهبرۍ منتخبه شورا، رئیس، اجرائیه شورا او عالي شورا به د ګوند د رسمي غړو لهخوا انتخاب شي، اوس لا د وخته دی چې دغه عمومي غونډه جوړه شي، پرته له شکه د ګوند د غړو غوښتنې به تحقق ومومي."
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وايي، په دغه ګوند کې د ګوند د هدفونو لپاره یو واحد نظر نهشته او شخصي سلیقې پهکې په پام کې نیول کېږي چې همدغې مسئلې ګوند له ستونزو سره مخ کړی او ویشلی یې دی.
راپور: خان محمد سیند