د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د کونړ اوسېدونکي وايي د اسعد اباد روغتون یې اړتیاوې نشې پوره کولای


د کونړ یو شمېر اوسېدونکي له افغان دولت او نړیوالو مرستندویه ټولنو غواړي چې د یاد ولایت روغتون لپاره ودانۍ جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

دوی وايي تر دې وړاندې، د ځمکې نشتوالی بهانه کېده خو اوس د عامې روغتیا ریاست ته ۲۳ جریبه ځمکه په واک کې ورکړل شوې، خو لاهم د روغتون پراخېدو کار څرک دی څرګند.

عزیز الله چې ناروغ یې په روغتون کې بستر دی د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اسعداباد اوسنی روغتون وړوکی دی او د ناروغانو شمېر یې زیات دی چې له امله یې په اکثرو بسترونو کې دوه دوه ماشومان پراته دي.

نوموړی وايي، د ناروغانو او پایوازانو د انتظار لپاره ځا هم نه لري چې ټول د دېوالونو سیورو ته ناست دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د فعلاً لپاره دروغتون ساحه ډېره کمه ده، پخوا خو ځمکه نه وه اوس خو ورته ځمکه هم ورکړل شوې، ولې پرې کار نه شروع کېږي، باید چې روغتون ته ودانې جوړه شي."

د کونړ بازار.
د کونړ بازار.

د اسعداباد روغتون رئیس ډاکټر محمد فاروق سهاک هم ازادي راډیو ته وویل چې د تعمیر کوچنیوالي او د ځای تنګوالي په وجه ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دلته خلکو ته د خدماتو په وړاندې یوازینی مشکل د تعمیر نشتوالی دی نور د ډاکټرانو او اسانتیاو په برخه کې ستونزه نه لرو."

ښاغلی سهاک وايي، اوس ورته دفاع وزارت څلروېشت جریبه ځمکه په واک کې ورکړې، خو د مالي امکاناتو د نشتون په وجه کار نشي پیل کولی:

"په دې وروستیو وختونو کې د محترم والي صاحب او وزارت دفاع سره په تفاهم باندې د فیاض کنډک د عامې روغتیا ریاست په واک کې ورکړل شوی، د اسعداباد مرکزي روغتون او کونړ روغتیايي کمپلکس په نوم ودانۍ لپاره، که په دغه ځای کې ودانې جوړه شي زموږ ستونزې به هوارې شي."

نوموړی وايي چې په دغه ۲۴ جریبه ځمکه کې پخوا د ملي اردو د فیاض په نوم کنډک پروت و چې یو وخت پکې امریکايي سرتېرې هم ورسره دیره و، خو اوس دا ټوله ځمکه د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوې ده.

په ورته وخت کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل چې د تعمیر یوې برخې جوړولو لپاره یوڅه پیسې په واک کې لري او د نورو لپاره يې د عامې روغتیا وزارت سره اړیکې نیولي دي څو د سعودي عربستان هېواد چارواکو سره د هغوی لخوا د ژمنه شویو پیسو ترلاسه کولو لپاره چټکې هلې ځلې وکړي.

وحیدالله کلیمزی.
وحیدالله کلیمزی.

نوموړي زیاته کړه:

"خوشبختاًنه چې ځمکه مو ترلاسه کړه، د دې ترڅنګ مو له هغه یو میلیون ډالرو څخه ورته ۲۲ میلیونه افغانۍ هم ځانګړي دي، په دغو پیسو به کار پیل کړو او د نورو مرستو ترلاسه کولو لپاره د عامې روغتیا وزارت د سعودي عربستان مسؤلینو سره په رابطه کې دی ترڅو د هغوی لخوا ژمنه شوې مرسته هم واخلې او پرې یو مجهز او عصري دوه سوه بستریز روغتون جوړ کړو."

د کونړ مرکزي روغتون شااوخوا پنځوس کاله وړاندې په څلور جریبه ځمکه کې د یوې لويې ولسوالۍ د نفوسو لپاره جوړ شوی، خو اوس چې ولسوالۍ ولایت شوی، شپاړس اداري واحدونه لري او په هر اداري واحد کې د پخوا په پرتله نفوس زیات شوی او د دې ترڅنګ د نورستان او دلته د پرتو پاکستانیو کډوالو ناروغان هم دې روغتون ته مراجع کوي نو خلک وايي، پکار ده چې د روغتون لپاره د ودانۍ جوړولو په برخه کې چټک کار وکړي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG