د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

د کونړ عامې روغتیا ریاست: کونړ کې د اېډز ۱۳ پېښې ثبت شوي


په کونړ کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې دیارلس تنه د اېډیز پر ناروغۍ اخته شوي.

د کونړ د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکتر عتیق‌الله شینواري ازادي راډیو ته وویل که څه هم چې په کونړ کې خلک له شرم او د ټولنې د حاکمو دودونو له امله چاته د خپلو ناروغیو په اړه معلومات نه ورکوي، خو بیاهم دوی ته په تېرو درېیو کالونو کې د اېډز په ناروغۍ اخته دیارلسو کسانو مراجع کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"په دوه زره څوارلسم کال کې پنځه نارینه موږ لرو او یوه زنانه، په دوه زره پنځلسم کال کې درې نارینه دي او په دوه زره شپاړلسم کال کې هم څلور نارینه دي په اېډز اخته دي موږ يې لرو، ټول دیارلس تنه کېږي درې په نشه‌يي توکو روږدي دي."

شینواری وايي، دوی د اسعداباد په روغتون کې په اېډز اخته کسانو ته د مشورو ورکولو لپاره ځانګړي ډاکټران او ځای لري چې هلته د ناروغ هویت او راز پټ ساتل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ دا پروګرامونه په خفیه ډول پر مخ وړو، هغوی سره پټې مرکې کوو، هغوی ته مشورې او ډاډ ورکوو چې ستاسو معایناتو نه به بل څوک نه‌خبرېږي او غه‌راز به بهر نه‌وځي، معاینات‌يې په روغتون کې دننه کېږي."

هغه وايي، ډېر ناروغان د دې له وېرې چې په ټولنه کې په بد نوم یاد نه‌شي، چاته د خپلې ناروغۍ په اړه حال نه‌وايي او همدا لامل دی چې په یادو ساري او خطرناکو ناروغیو د کور او ټولنې نور غړي هم په اسانه اخته کېږي.

ډاکټر عتیق‌الله شینواری وايي، که خلک د بې‌ځایه او ناجایزو جنسي اړیکو پللو ، نایان په یوه چړه ډېرو کسانو ته له کار کولو او ډاکټران له یو سرنج نه زیاتو ناروغانو ته له ستنو وهلو لاس واخلي نو د اېډز د ټولو ساري ناروغیو د خپرېدو مخه نیول کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پخوا هم ډاکټرانو ته ویلي، کوم سرنجونه چې یو ځل کارول شوي باید بیا ترې استفاده ونه‌شي، حمامونو خاوندانو ته مو هم ویلي چې په یوه چاړه یو تن ته کار وکړي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر اوسه په هېواد کې له دوه زرو زیاتې د اېډز ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي په سلو کې د شلو يې درملنه شوې ده.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG