د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

فیروز: هرو ۲ ساعتونو کې يوه مور د امېندوارۍ د اختلال له امله مري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د امېندوارۍ د اختلالاتو له امله د میندو د مړینې د کچې لوړوالی دغه وزارت ته د اندېښنې وړ دی.

فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ کابل کې د قابله‎ګانو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې یادې ستونزې ته په کتو اړتیا ده چې په هېواد کې د حرفه‎يي قابله‎ګانو شمېر کې زیاتوالی راشي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

نوموړی وايي:

"افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لا هم لوړه ده یعنې لا هم په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور د امېندوارۍ د اختلالاتو له امله مري، دې برخه کې د قابله‎ګانو رول ډېر مهم او پام وړ دی او د پخوا په پرتله په دې برخه کې ډېر کار شوی خو د میندو د مړینې د کچې د کمولو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېر کال ويلي و چې ۴۸ سلنه مېرمنې په روغتیايي مرکزونو کې ولادت کوي او ۳۳ سلنه‌يې لا هم اساسي خدماتو ته لاسرسی نه‎لري.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې ۴۰ سلنه مېرمنې او ۵۰ سلنه ماشومان د وینې له کمښت او ۹۵ سلنه مېرمنې د ویټامین ډي له کموالي سره مخ دي.

د دغه وزارت مسؤلین سره له دې چې دې برخه کې د پرمختګونو خبره کوي خو په هرو دوو ساعتونو کې د يوې مور مړینه د اندېښنې وړ ګڼي او مخنیوی يې اړین بولي.

د عامې روغتیا وزارت د میندو د مړینې د کچې د لوړوالي يو لامل د زېږون پر مهال د دوه کلنې فاصلې نه‌رعایتول په ګوته کوي.

خو له دې ټولو سره-سره د افغانستان دولت له نړیوالې تولنې سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې د هغو مېرمنو د مړينې په کچه کې چې عمرونه‌يې له ۱۵ څخه تر ۱۹ کلونو پورې دي کموالی راولي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دې برخه کې د ستونزو د هواري لپاره د حرفه‎يي قابله‎ګانو شمېر کې باید زیاتوالی راشي، خو ولسي جرګه کې د خلکو يو شمېر استازي وايي، په ولایتونو او لیرو پرتو سیمو کې د ناامنیو او د دولت د بې‌پروايۍ له امله مېرمنې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‎لري.

له دې ډلې د کونړ ولایت د خلکو استازی حاجي سخي مشواڼی وايي، يو شمېر ولایتونه يوازې يو روغتون لري او مېرمنې روغتونونو ته د رسېدو لپاره ساعتونه مزل کوي.

نوموړی وايي:

"يوه خور درې ساعته مزل کوي او روغتون ته راځي، موږ دغه ستونزې د وزیر او نورو اړوندو چارواکو سره شریکه کړې او ان د خلکو غږ مو تر ولسمشره رسولی، خو بیا هم ولسوالۍ مو کلینیک نه‎لري او که وي هم هلته ډاکټر نه‌شته."

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر هم په دې برخه يو شمېر ستونزې تائیدوي او وايي چې زیاتره قابله‎ګانې دې ته نه‌حاضرېږي چې د کار لپاره ولایتونو ته لاړې شې چې د ده په خبره دا په‎خپله يوه ستونزه ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان د صحي صندوق استازی ډاکتر بنیت وايي، په افغانستان کې د میندو د مړینې د کچې د راکمولو لپاره به د دغه سازمان مرستې په دوامداره توګه روانې وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG