د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

امنسټي انټرنشنل یونان کې د پناه غوښتونکو د کمپونو پر تړلو اندېښمنه ده


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل په یونان کې د هغو پناه غوښتونکو پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړه چې کمپونه‌یې بندېږي.

ټاکل شوې ده چې د یونان حکومت نن سې شنبه په خپله خاوره کې د مهاجرو لپاره ۳ کمپونه بند کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر یوناني چارواکو غږ وکړ چې د الینیکو "Elliniko" د ۳ کمپونو د بندولو په صورت کې مهاجرو ته خوندي او کافي هستوګنځاي برابر کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان سیمه‌ییزې کمپاینرې مونیکا کاستا ریبا وویل، هېڅ‌څوک په دې خوابدی نه‌دی چې دا درې کمپونه چې خوندي او د اوسېدو وړ نه‌دي، بند شي خو اندېښنه دا ده چې کډوالو ته به متبادله سرپناه مهیا نه‌شي.

دا همداراز وايي چې د کمپ اوسېدونکو ته نه‌دي ویل شوي چې دوی به څه وخت چېرې ولېږدول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان له یونان څخه وغوښتل چې د یکشنبې او نن سې شنبې تر منځ دوی ته د کمپ د کتلو اجازه ورکړي خو یونان ورسره موافقه ونه‌کړه.

XS
SM
MD
LG