د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۵

ملي ارمان: ټرمپ د ریاض سرمشریزه کې افغان ځواکونه وستایل


د کابل چاپ ورځپاڼو د نننیو ګڼو ډېری لیکنې او سرلیکنې بیا هم د سعودي په پایتخت ریاض کې د ترورېزم په وړاندې د دوه ورځني نړیوال کنفرانس په اړه دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسلامي هېوادونو په هغه ناسته کې چې په ریاض کې جوړه شوې وه افغان ځواکونه وستایل او ویې ویل چې دوی په صداقت سره د طالبانو پر وړاندې جنګېږي او قرباني ورکوي.

په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي ټرمپ ویلي امریکا او ملاتړي به یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.

خو سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د امریکا ولسمشر د ترهګرو ملاتړي هېوادونه په ګوته نه کړل چې ګوندې په دغو هېوادونو کې مرکزونه لري او د دوی له چینې اوبه څښي.

د سرمقاله لیکونکي په باور ټرمپ ته په کار وه چې د خپلو سیاسي او اقتصادي ملاحظو نه په څنګ د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو نومونه واخلي او ویې ګواښي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ریاض کنفرانس له نور هغو سره په توپیر کې و، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور د امریکا د ولسمشر حضور په دغه کنفرانس کې دا په ډاګه کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي اراده موجوده ده.

په سرمقالې کې همدې موضوع ته په اشارې سره راغلي، که په دغه کنفرانس کې د ګډونکونکو هېوادونو مشران او د اسلامي نړۍ پېژندل شوې څېرې له دغه فرصته استفاده وکړي، کولای شي یوې ښې نتیجې ته ورسېږي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، افغان حکومت او د افغانستان خلک د دغه کنفرانس نتیجو ته خوشبینه دي او هیله من دي چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ټول اسلامي هېوادونه خپل مسؤلیت په رېښتینې ډول ترسره کړي.

اصلاح ورځپاڼې بیا د ریاض د کنفرانس په څنډه کې د ولسمشرغني او د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مک مسټر د لیدنې په اړه لیکلي دي.

اصلاح په دې اړه په خپل دغه مطلب کې لیکلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د ګډې مبارزې پر بېلابېلو لارو چارو خبرې کړې دي.

په مطلب کې راغلي چې پر یادو موضوعاتو سربېره دغه شان له افغانستان سره د امریکا د مرستو او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه هم بحث شوی دی.

XS
SM
MD
LG