د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۳

ټرمپ نن دوشنبه په دوه ورځني سفر اسرائيل ته ورسېد


د تل ابيب په هوايي ډګر کې د اسرائيل صدراعظم او ولسمشر دواړو د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ښه راغلاست ووايه.

د اسرائيل ولسمشر رووين ريفلين (Reuven Rivlin) په خپله وينا کې د ډونالډ ټرمپ تود هرکلى وکړ.

له دې سره جوخت د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو اسرائيل ته د ښاغلي ټرمپ دا سفر تاريخي وباله:

"ولسمشره! دې ځاى ته ستاسو دا سفر تاريخي دى؛ د امريکا يوه ولسمشر هم په خپل اول بهرني سفر کې اسرائيل نه و شامل کړى. له تاسو مننه کوو. مننه له اسرائيل څخه ستاسو د قوي دوستۍ د څرګندولو له کبله."

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

اسرائيل ته د امريکا د ولسمشر دا سفر دوه ورځنى دى.

په دې بهير کې ډونالډ ټرمپ د اسرائيليانو او فلسطينيانو ترمنځ د بحران د حل هڅه هم کوي.

د تل ابيب هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره پر سيمه ييزو همکاريو ټينګار وکړ:

"بايد له يو بل سره کار وکړو، څو داسې راتلونکى جوړ کړو، چې د سيمې هېوادونه په سوله کې ژوند وکړي، ماشومان مو له ټروريزم او تاوتريخوالي څخه ليرې لوى شي او پياوړي وي."

په پام کې ده د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتنياهو سره خبرې وکړي، وروسته به د فلسطيني ادارې له مشر محمود عباس سره وګوري.

ټرمپ هيله لري، دغه سفر يې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د سولې د مذاکرو د بيا پيل سبب شي، دغه مذاکرې له ٢٠١٤م کال راهيسې ځنډېدلې دي.

خو د ډونالډ ټرمپ همکارانو ويلي، له دې سفر څخه بايد زياته تمه ونه لرو او د يوه سمبوليک سفر په سترګه دې ورته وکتل شي.

XS
SM
MD
LG