د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۱

توحیدي: حکومت دې د ننګرهار پر ملي راډيو تلوېزیون حمله جدي وڅېړي


د ننګرهار ملي راډيو تلوېزیون ودانۍ تر برید وروسته.
د ننګرهار ملي راډيو تلوېزیون ودانۍ تر برید وروسته.

د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسؤلین وایي چې افغان ځواکونو د ننګرهار پر ملي راډیو تلوېزیون د حملې په اړه له وړاندې معلومات در لودل، خو په مخنیوي کې یې پاتې راغلي.

یاد مسولین وایي چې څلور ورځې وړاندې رسمي سرچینو د ننګرهار ولایت ته معلومات ور کړي و چې پر څلور دولتي ارګانونو برید تر سره کېږي، خو بیا هم د دې پېښې مخنیوی و نه شو.

د یادي کمېتې غړي صدیق الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه کمېټه له حکومت څخه غواړي چې د داسې پېښو په اړه اړین، ګټور او شفاف اقدامات تر سره کړي.

صدیق الله توحیدي.
صدیق الله توحیدي.

نوموړي زیاته کړه:

"دامسئله باید و څېړل شي چې کاري ستونزه په کوم ځای کې وه سره له دې چې والي او امنیتي ارګانونو په دې اړه راپور درلود، خو له وړاندې هېڅ ډول تدابیر نه وو نیول شوي، هر وخت په دا ډول تروریستي پېښو کې یو ډول معاما موجوده وي، خو بد بختانه دغو سوالونو ته ځواب نه ورکول کېږي هغه پېښه له یاده وزي او بله پېښه رامنځته کېږي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ څلورو انتحاریانو د ننګرهار ولایت پر ملي راډیو تلوېزیون ډله ییز برید وکړ.

په دغه ډله ییز برید کې چې درې ساعته يې دوام وکړ د ننګرهار د ولایتي چارواکو په وینا د څلورو برید کوونکو د وژل کېدو ترڅنګ پکې د ملي راډيو تلوېزیون څلور تنه کار کوونکي او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او همدارنګه د اوو امنيتي سرتېرو په ګډون پکې ۱۷ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.

د دغه برید مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیست.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه د نظر د څرګندونو څخه ډډه وکړه، خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تائيد کړه چې په دې اړه وړاندې له وړاندې له مسؤلینو سره معلومات شریک شوي او یو لړ اقدامات هم ترسره شوي وو خو په وینا يې هغه کسانو ته به سزا ورکړل شي چې وظیفوي غفلت يې کړی دی.

عطاالله خوګیاڼی.
عطاالله خوګیاڼی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ لومړني معلومات تر لاسه کړي او له اړوندو ارګانونو سره شریک شوي دي او هغو کسانو چې په دې برخه کې يې کار نه دی کړي قانوني چلند به ورسره وشي."

په ورته وخت کې بیا د خبریالانو د خونديتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي له حکومت څخه وغوښتل چې یاده پېښه د اندېښنې وړ ده او دغه مسئله دې حکومت له نړیوالو بې طرفه باوري ارګانونو سره شریکه کړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG