د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

رومانیا کې د ۷ سواتیانو په ګډون ۱۵پاکستانیان برمته شوي


په رومانیا کې د انسان تښتوونکو له‌خوا د تښتول شویو پاکستانیانو د کورنیو غړي وايي، دوی د خپلو اولادونو د راخوشې کولو وس نه‌لري او له نړیوالو بشري ادارو ان د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې دغه کسان دې ژر تر ژره د تښتوونکو له منګولو وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ۱۵ هغه پاکستانیان چې غوښتل‌یې له لاقانونه لارو اروپا ته لاړ شي، په رومانیا کې د انسان تښتوونکو له‌خوا برمته شوي او اوس‌یې له کورنیو څخه د خوشې کېدو په بدل کې روپۍ غواړي.

د پاکستان «اکسپرس ټربیون» ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ په خپلې سرلیکنه کې د دغو برمته شویو پاکستانیانو په اړه لیکلي چې دا کسان له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي او تښتوونکي ورته ډول ډول شکنجې ورکوي.

په دغو تښتول شویو کسانو کې ۷ د خېبر پښتونخوا د سوات د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي چې غوښتل‌یې د ښه روزګار په لټه کې له لاقانونه لارو اروپا ته لاړ شي چې له دغه برخلیک سره مخ شول.

د راپورونو له مخې په رومانیا کې د تښتوونکو له‌خوا د نیول شویو سواتیانو عمرونه له ۱۹ تر ۲۵ کلونو پورې دي چې له تېرو ۷ میاشتو راهیسې په ترکیه کې و او اوس‌یې غوښتل چې له دغه ځایه اروپا ته لاړ شي.

د دغو کسانو د کورنیو غړو تېره ورځ د سوات مینګوره کېپرېس کلب مخې ته د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې سړي تښتوونکي ورنه د خپلو خپلوانو د پرېښودو په بدل کې ډېرې پیسې غواړي او زیاته‌یې کړه چې دغه کسان په سختو کړاوونو او مشکلاتو کې دي.

د برمته شویو پاکستانیانو د کورنۍ غړي.
د برمته شویو پاکستانیانو د کورنۍ غړي.

په رومانیا کې د برمته شویو سواتیانو له ډلې د یوه ورور شاه حسین په دې اړه وايي، ورور یې د تښتوونکو په منګولو کې په بد حالت کې دی او په خبره‌یې چې تښتوونکي یې د ورور د پرېښودو په بدل کې ۱۰ زره یورو غواړي.

دی زیاتوي:

"محنت مزدورۍ لپاره یورپ ته تلل چې په لاره کې قزاقانو ګېر کړي دي، نن‌یې ورسره ۷مه ورځ ده چې مسلسل‌یې وهي او ټکوي، ګوتې یې ورته هم ماتې کړي دي، یو کس نه‌یې په‌کې ګوته هم پرې کړې او د یوه کس ولی (اوږه) یې هم ماته کړې ده، زموږ نه ۱۰ زره یورو غواړي، چونکې موږ غریبانان خلک یو، د دهات خلک یو، موږ سره دومره پیسې نه‌وي، موږ یا په لس زره تنخوا یا په ۲۰ زره تنخوا کار کوو، نو دومره روپۍ موږ نه‌شو برابرولای."

په دغې خبري غونډه کې د برمته شویو کسانو پر وروڼو او نورو خپلوانو سربېره د هغوی میندې او خویندې هم شاملې وې چې له نړیوالو بشري ادارو او د پاکستان له حکومته‌یې د خپلو وروڼو او زامنو د راخوشې کولو غوښتنه کوله.

د یوه تښتول شوي یوه سواتي مور رسنیو ته وویل چې دوی په پور خپل زامن د دې لپاره اروپا ته لېږل چې هلته ښه روزګار پیدا او خپله اینده جوړه کړي.

دې مېرمنې زیاته کړه:

"زما د زوی نوم حبیب‌الرحمان و او دا یې په ترکيه کې ۷مه که ۸مه میاشت وه، د هغه نه بیا ووت، اجنټ ترې روپۍ اخیستې دي او ویل‌یې چې زه بل ملک ته ځم، نو موږ نورې روپۍ هم ورکړې تلی او دا څویمه ورځ ده چې زه ترې خبره هم نه‌وم نن خبره شومه چې نیولی شوی دی."

یوه بله مورکۍ بیا په ژړغوني انداز وايي، غریبي یې ده، دومره روپۍ نه‌لري چې برمته کوونکو ته‌یې ورکړي او خپل زوی راخوشې کړي.

نوموړې له حکومته غوښتنه کوي چې په دې لړ کې دې ورسره مرسته وکړي:

"رحمت علي یې نوم دی، دغه‌شان روپۍ مو ورته ورکړې، په ترکیه کې و، په ترکیه کې مې ورله پیسې قرض کړې ویل‌یې بل ځای لا ځو، بیا مې ورته پیسې قرض کړې، موږ خو د خدای عاجزان یو، د خدای غریبان یو، د غرمۍ وي، نو د ماښام نه‌وي، دا موږ اوس لېږلی دی، نو اوس چې حکومت موږ سره څه کولا شي هغه دې وکړي، موږ خو د خدای غریبان یو، موږ به دا دومره لکونه د کوم ځای نه کړو چې ور یې کړو."

اروپا ته د پاکستانیانو او افغانانو پر لاقانونه لارو تګ او پر لار د نیول کېدا او یا وژل کېدا مسئله نوې نه‌ده، بلکې تر دې مخکې هم دا ډول لسګونه پېښې رامنځته شوي چې ګڼ شمېر کسان په‌کې مړه، ټپیان و یا هم بېرته خپلو هېوادونو ته ډیپورټ شوي دي.

دغه ځوانان اکثره د هغو انساني قاچاقبرانو له‌خوا وړل کېږي چې په پاکستان او افغانستان کې پراخې شبکې لري، ځوانانو ته د اروپا د ژوند په تړاو شنه باغونه ښيي او د روپیو په بدل کې یې په خطرناکو لارو وباسي.

د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې په دې لړ کې دې د عامه پوهاوي کمپاین وچلوي، ځوانان دې پر لاقانونه لارو د تګ له خطرونو خبر کړي او د انساني قاچاقبرانو مخنیوی دې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه په رومانیا کې د برمته شویو پاکستانیانو په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG