د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

پاکستاني شرافت علي خان پرځان د انساني قاچاق لګیدلي تورونه ومنل


د اپریل په دولسمه نېټه دوه دیرش کلن پاکستاني شرافت علي خان پرځان د انساني قاچاق لګیدلي تورونه ومنل.

نوموړي ومنله چې ۸۱ تنه افغان او پاکستاني کډوال یې له قانوني اسنادو پرته له ډېرو خطرناکو لارو د امریکا متحدو ایالتونو ته قاچاق کړي دي.

امریکايي څارنوالان وايي، شرافت علي خان د نورو کسانو سره په همکارۍ او شراکت له پاکستان او نورې نړۍ څخه غیرې قانوني کډوال د برازیل او لاتینې امریکا د هېوادونو له ډېرو خطرناکو لارو څخه امریکا ته انتقال کړي دي.

د څارنوالانو په وینا دا کډوال د موټرو او الوتکو په وسیله او په پلي لارو متحده ایالاتو ته قاچاق شوي دي.

په محکمه کې د ثبت شویو معلوماتو پر بنسټ لسګونو کسانو شرافت علي خان د هغه کس په توګه پیژندلی چې د ۲۰۱۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې یې هغوی د برازیل او نورو لارو امریکا ته انتقال کړي.

څارنوالانو ویلي دي پاکستاني وګړي چې په برازیل کې یې ژوند کاوه، د قاچاق شویو خلکو لپاره یې ځانګړي کورونه چمتو کړي وو او د هغوی سره یې پر قاچاقي لارو ملتیا کړې.

شرافت علي خان څارنوالانو ته دا هم ویلي چې امریکا ته د کډوالو د انتقال په لارو کې د ناکافي اوبو او خوړو سره اوږده پلي سفرونه شامل وو.

دا پلي لارې د کولمبیا او پانامه ترمنځ د ډارین ګیپ په نوم د پرتو ځنګلي سیمو څخه تیرېدې.

په محکمه کې د ثبت شویو معلوماتو پر بنسټ ، شرافت علي خان له دې کډوالو څخه د هغوی د سفر تر پیل مخکې چې کله ناکله به په کې په ورځو ورځو پلي مزل هم شامل وو، له پنځو زرو تر دولس زرو پورې ډالر اخېستل.

د شرافت علي خان په اړه به د جولای په میاشت کې د محکمې حکم په ډاګه شي.

XS
SM
MD
LG