د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر نن سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري


ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په کتنه کې پر متحده ایالاتو فشار راوړي چې دا هېواد په سوریه کې هغو کرد ملېشو ته د وسلو له ورکولو ډډه وکړي چې په هغه هېواد کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په وړاندې جنګېږي او ترکیه‌یې په دې هېواد کې دېره د کردستان له سخت دریځو ډلو سره په اړیکو تورنوي.

امریکا هڅه کوي څو سوریه کې د کردانو په اړه د ترکیې اندېښنې رفع کړي

دواړه مشران دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کوي چې د سوریې د جګړې پر سر نړیواله ډیپلوماسي ډېره پېچلې او سخته شوې ده.

که څه هم ترکیې او متحده ایالاتو په دې جګړه کې یوه خوا نیولې او دواړه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ضد وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کوي خو په ځینو برخو کې اختلاف هم سره لري.

پر دغو اختلافاتو سربېره د دواړو هېوادونو تر منځ په ځینو نورو مسایلو کې هم اختلاف شته چې ښایي په نننۍ کتنه کې پرې تمرکز وشي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان.

د راپورونو له مخې رجب طیب اردوغان به له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه یو ځل بیا وغواړي چې متحده ایالات په دې هېواد کې مېشت مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن چې ترکیې د تېر کال د ناکامې پوځي کودتا اصلي طراح بللی، وروسپاري او هم د رضا ضراب په نوم پر هغه سوداګر چې د ترکیې او ایران دوه‌ګونی تابعیت لري او اوس په متحده ایالاتو کې زنداني دی، بندیزونه لیرې او نوموړی خوشې کړي.

اردوغان چې ټاکل شوې نن د غرمې په دولس نیمو بجو په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري، د ضراب د خوشې کولو لپاره هڅې کړې دي.

رضا ضراب.
رضا ضراب.

نوموړی په دې تورن دی چې د امریکا له بندیزونو یې سرغړونه کړې او د ایران د سپاه پاسداران او په تهران کې له نورو کړیو سره‌یې په معاملو کې د یوه منځګړي په توګه مرسته کړې ده.

د محکمې د هغو اسنادو له مخې چې تېره میاشت په ډاګه شول د نیویارک د پخواني ښاروال رودولف جولیاني د مدافع وکیلانو دفتر د هغه دوسیه مخ ته وړي.

جولیاني چې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د ټرمپ ملاتړی و، د دغې قضیې په اړه په تېرې فبرورۍ کې له ټرمپ سره کتلي او د دې هڅه‌یې کړې چې ضراب دې د یوې ډیپلوماتیکې پروسې له لارې له زندانه خوشې شي.

د ترکیې ولسمشر هم په ښکاره د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

احمد یایلا چې په جورج ماسن پوهنتون کې استاد دی او پخوا یې په ترکیه کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کړې په پرمختللې ډیپلوماسۍ خپرونه کې روانه اوونۍ لیکلي چې اردوغان د دې لپاره له متحده ایالاتو غواړي چې دغه دوسیه وتړي چې د ده حکومت هم په دغې مسئله کې ښکېل دی او له ایران سره‌یې د بندیزونو له څنګه په تېرېدو کې مرسته کړې ده.

د هغه په وینا اردوغان پوه دی چې که هغه له زندانه خوشې نه‌شي ښایي په محکمه کې د ده پر ضد شاهدي ورکړي.

یایلا وایي، د ده په باور اردوغان ښایي متحده ایالاتو ته د ترکیې په جنوب کې د اینچرلیک د هوایي اډې په اجاره ورکولو سره د یوه امتیاز په توګه پر ټرمپ د فشار لپاره کار واخلي چې د ده غوښتنې ومني.

XS
SM
MD
LG