د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

امریکا هڅه کوي څو سوریه کې د کردانو په اړه د ترکیې اندېښنې رفع کړي


د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټیس د ترکیې له صدراعظم بن علي یلدریم سره په لیدنه کې د امریکا او ترکیې د اړیکو په پایښت خبرې وکړې.

دا وروسته له هغه چې امریکا اعلان وکړ په سوریه کې د کُردانو یوه ډله مسلح کوي د دواړو لوریو لومړۍ لیدنه ده.

د امریکا دفاع وزیر په لندن کې د ترکیې له صدراعظم سره تر لېدنې وروسته رسنیو ته وویل چې له بن علي یلدریم سره یې خبرې صادقانه، شفافې او ګټورې وې.

د ترکیې او امریکا چارواکو په لندن کې د سومالیا په اړه د جوړې غونډې په جریان کې شاوخوا نیم ساعت سره خبرې وکړې.

د ترکیې صدراعظم مخکې له دې چې د امریکا له دفاع وزیر سره وګوري ویلي و چې لاهم وختي ده څو امریکا خپله پرېکړه واخلي.

یوه امریکايي چارواکي چې ویې غوښتل نوم یې افشا نه شي وویل چې امریکا متحده ایالتونو تر اوسه "وای پي جي" ډلې ته وسلې نه دي ورکړي.

خو ترکیه په دې باور ده چې له یوې تروریستي ډلې سره د جګړې لپاره د بلې تروریستي ډلې مسلح کول مناسبه نه‎دي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ وویل، دا له امریکا سره نه ښايي چې له یوې تروریستي ډلې ملاتړ وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان

نوموړی وايي:

"دا زموږ په نظر له امریکا متحده ایالتونو سره ښه نه برېښي چې له یوه تروریستي ډلې سره دې ودرېږي یا یوه تروریستي ډله دې د امریکا ترڅنګ وي. دا زموږ په نظر سمه نه ده. ما د روسیې له جمهور رئیس سره هم خبرې کړي د روسیې لپاره هم موږ دا مناسبه نه بولو. موږ باوري نه یو چې دوی به له تروریستانو سره یوځای عمل وکړي. د یوه حقیقت په توګه هغوی هم وخت ناوخته دا خبرې له موږ سره منلې دي."

اردوغان راتلونکې اوونۍ امریکا ته روان دی او له خپل سیال ډونالډ ټرمپ سره ګوري.

هغه وویل داسې شواهد شته چې "واي پي جي" کرد ملیشه ډلې ته درنې وسلې ورکړل شوي دي او دا پرېکړه له امریکا سره زموږ د سټراټیژیکو اړیکو په خلاف ده.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر منلې چې د ترکیې اندېښنه چې ګواکې "واي پي جي" ډلې ته وسلې ورکول ممکن د کُردستان د کارګر ګوند "پي کې کې"په ګټه تمامه شي په ځای ده خو امریکا او ترکیه په ګډه په دې برخه کې کار کوي.

جیمز مټیس ټینګار کړی چې امریکا هم د "پي کې کې" په وړاندې د ترکیې مبارزه ستايي او هېڅکله دې ډلې ته وسلې نه ورکوي.

د کُردستان کارګر ګوند "پي کې کې" له څو کلونو راهیسې په دې هڅه کې دی چې د ترکیې په سرحدي سیمو کې خپلواکه دولت جوړ کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG