د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۷

ټرمپ بيت‌المقدس ته د امریکا سفارت د لېږد په اړه غور کوي


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر دې غور کوي چې بيت‌المقدس ته د امريکا د سفارت انتقال به د فلسطينيانو او اسرائيل تر منځ د سولې پر پروسه څه اغېز وکړي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزير رکس ټېلرسن د يکشنبې په ورځ له «اېن. بي. سي» ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل، ټرمپ په دې اړه له احتیاطه کار اخلي چې د سفارت د انتقال په اړه د ده پرېکړه به د سولې پر پروسه څه اغېز وکړي.

ټېلرسن دا څرګندونې څو ورځې مخکې له هغه کوي چې ټرمپ خپل لومړی بهرنی رسمي سفر پيلوي چې په ترڅ کې به‌يې د اسرائيل او فلسطیني ادارې له مشرانو سره هم وویني.

د امريکا د بهرنیو چارو وزير رکس ټېلرسن
د امريکا د بهرنیو چارو وزير رکس ټېلرسن

د بیت‌المقدس موقف په روان کړکېچ کې تر ټولو حساسه مسئله ده.

فلسطينیان بيت‌المقدس د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه ګڼي.

اسرائيل د بيت‌المقدس ختيځ جلا کړی او ټول ښار يې د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړی خو د اسرائيل دا اقدام د نړيوالې ټولنې له‎خوا په رسميت نه‎دی پېژندل شوی.

د ولسمشرۍ د کمپاین پر مهال ډونالد ټرمپ ژمنه کړې وه چې بيت‌المقدس به د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژني او سفارت به هلته انتقال کړي.

دغو خبرو فلسطينيان او د هغوی متحدان په غُصه کړل او ټرمپ له هغه راهيسې له دې خبرې پر شا شوی دی.

ټېلرسن ويلي چې د ټرمپ پرېکړه به د معلوماتو له مخې وي او په مذاکراتو کې د ټولو ښکېلو خواوو څخه به په دې اړه مشوره غواړي.

په ځانګړې توګه د اسرائيل نظر به پوښتي چې ايا دا کار به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي که به ښايي پام ورڅخه واړوي.

د اسرائيل صدراعظم بنيامن نتانياهو د امریکا اندېښنې رد کړې.

د نتانياهو دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې بيت‌المقدس ته د سفارت انتقال به د ضرر پر ځای د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، يوه تاریخي تېروتنه به سمه کړي او د فلسطينيانو له ذهنه به وباسي چې وايي، بيت‌المقدس د اسرائيل پلازمېنه نه‎دی.

XS
SM
MD
LG