د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

ناټو او جرمني افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو پر سر خبرې وکړې


د ناټو عمومي منشي له خپلو متحدینو سره افغانستان ته د دغه تړون د ځواکونو د ډېرېدو پر څرنګوالي د خبرو لپاره جرمنی ته ولاړ.

ناټو له وړاندې په افغانستان کې د روزنیز مأموریت او په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو د ډېرېدو پر احتمال ارزونې پیل کړي دي.

ینس سټولټنبرګ په برلین کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ډېرېدو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په لندن کې له بریتانوي چارواکو سره پر دې موضوع خبرې وکړې.

سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ په برلین کې د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:

"موږ اوس‌مهال په افغانستان کې د خپل روزنیز مأموریت په ارزونه بوخت یو، تر راتلونکو څو اوونیو پورې به د دې مأموریت د راتلونکي او زموږ د ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه وکړو."

بل‌خوا د جرمني صدراعظمې وویل چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې د ناټو روزنیز مأموریت پر مخ وړلو ته دوام ورکوي، خو د انګلا مېرکل په خبره په پام کې نه‌لري چې په هغه هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېر کړي.

میرمن مېرکل وایي:

"موږ لا هم د ناټو د شااوخوا شلو غړو هېوادونو چې په افغانستان کې فعال دي، همکاري او همغږي کوو، زه پرېکړو ته انتظار باسم او فکر نه‌کوم چې موږ به په هغه ځای کې د وړتیاوو د پراخولو په سر کې واوسو."

تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو پر موضوع غور کوي.

د دغه وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا د صدراعظمې ترېزا مې او ناټو عمومي منشي تر لیدو وروسته ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان د مأموریت د اړتیاوو سره سم عمل وکړي.

ټاکل شوې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو په اړه په بروکسل کې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې پرېکړه وشي.

دا غونډه د مې پر ۲۵مه نېټه یعنې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG