د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د افغانستان په اړه د واشنګټن پوسټ او کرېسچین ټوډې مقالې


واشنګټن پوسټ په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې عنوان دی، په افغانستان کې د داعش د مشر تر وژل کېدو وروسته، افغان ځواکونه د داعش تر کنټرول لاندې سيمې نيولو په حال کې دي.

د مقالې په وینا، وروسته له دې چې د داعش مشر عبدالحسيب لوګري د اپرېل میاشتې په ۲۷مه په ننګرهار ولايت کې ووژل شو، افغان ځواکونه د افغانستان په ختيځ کې د هغو ولسواليو پر لور خوځېدلي چې له ډېرې مودې راهيسې د دې ډلې د سخت دريځو په لاس کې وې.

افغان ځواکونه د لومړي ځل لپاره په دې وروستیو مياشتو کې دغو سيمو ته په داسې حال کې ننوتلي چې د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې سختې نښتې او بمبارۍ روانې دي.

چارواکو ويلي چې له يکشنبې راهيسې په دې سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو له‎خوا ۳۴ سخت دريځي وژل شوي دي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ملا عبدالحسيب لوګري د وژل کېدو خبر د یکشنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري رياست او پنټاګون له‎خوا تائيد شو چې د پنځوسو امریکايي او پنځوسو افغان ځانګړو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

واشنګټن پوسټ ليکلي چې د ملا عبدالحسیب وژل کېدل اسلامي دولت نومې سخت دريځې ډلې ته درېيمه سخته ضربه ده.

د دې ډلې مخکېنی مشر حافظ سعيد د تېر کال په اګسټ مياشت کې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د امريکا پوځ د اپرېل په ۱۳مه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز تر ټولو لوی غير اټمي بم وکاراوه چې د بمونو د مور په نوم يادېږي او د راپورونو له مخې په‎کې ۹۴ داعش غړي ووژل شول.

کرېسچین ټوډې:

کرېسچین ټوډې خپرونې هم په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې هم د ملا عبدالحسيب د وژل کېدو په اړه لیکل شوي دي.

مقاله ليکي چې ويل کېږي لوګري پر سردار محمد داود خان روغتون د مارچ د اتمې د حملې په شمول په کابل کې د يو شمېر لویو حملو امر کړی دی.

د خپرونې په وينا، پنټاګون تېره مياشت وويل، ملا عبدالحسیب ښايي په ننګرهار کې د افغان او امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وي چې په‎کې دوه امریکایي رنجر سرتېري هم ووژل شول، خو د عبدالحسيب د وژلو خبر د يکشنبې په ورځ تائيد شو.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا ګډ عملیات بريالي وو او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د داعش ډلې د ځپلو په هدف پيل شوي کمپاين پرمختګ دی.

په اعلاميه کې د نېکلسن دفتر ويلي چې عبدالحسيب پر سردار داود خان روغتون د حملې د دستور تر څنګ د ځايي مشرانو د سرونو پرې کولو او د هغوی د کورنیو، ښځو او نجونو د برمته نيولو او په زوره د داعش جنګياليو ته د ورودولو امر هم کړی وو.

د کرېسچین ټوډې خپرونې په وينا، ويل کېږي د خراسان اسلامي دولت نومې يا داعش په عراق او سوريه کې له داعش سره ارتباط لري خو په عملیاتي فعالیتونو کې خپلواک دي.

د دې ډلې غړي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شااوخوا درې زره ياد شوي وو خو اوس‌يې شمېر اتو سوو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG