د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۸

نیویارک ټایمز: په افغانستان کې ناسم دښمن


د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د زیاتولو د غوښتنو په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.

لیکوال وايي، پنټاګون د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو په وړاندې د جګړې د سختولو لپاره افغانستان ته تر درې زرو د زیاتو نورو امریکايي سرتېرو د استولو او په افغانستان کې امریکايي قوماندانانو ته د نویو واکونو د ورکولو لپاره فشارونه زیات کړي دي.

د ورځپاڼې په باور له مهمو وړاندیزو یو مهم وړاندیز که ومنل شي نو امریکايي ځواکونو ته به اجازه ورکړل شي چې خپله په مستقیمه توګه طالبان په نښه کړي.

دا مهال د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې له خوا د تصویب شویو مقرارتو پر بنسټ امریکايي ځواکونه یوازې د افغان ځواکونو سره په همکارۍ کولی شي پر طالبانو بریدونه وکړي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دوه ګونی رول لري، یو شمېر امریکايي سرتېري د طالبانو ، القاعده شبکې او داعش په شمول د سخت دریځو ډلو پر ضد عملیات ترسره کوي په داسې حال کې چې د امریکايي سرتېرو یوه بله برخه له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې همکاري کوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی«په افغانستان کې ناسم دښمن»

د لیکنې په وینا په تېره یوه میاشت کې افغان او امریکايي ځواکونه په ننګرهار کې د داعش د وسله والې ډلې پر ضد په نویو تهاجمي عملیاتو کې ښکیل وو.

د امریکا د پوځ یو ویاند ویلي، ددې ښه چانس شته چې د داعش وسله واله ډله په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له افغانستان څخه محوه شي.

خو د نیویارک ټایمز په وینا د داعش د ډلې د خراسان څانګې ځپلو ته د امریکا زیاته اندېښنه او فکر ددې سبب شوی چې د امریکا پاملرنه له یوې بلې ډیرې مهمې او بېړنۍ مسئلې لرې شي، او هغه د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې دي، هغه ډله چې د ورځپاڼې په وینا د افغانستان پر یوه د پام وړ برخې کنټرول لري.

په دې اړه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش وايي د افغانستان په سلو کې څلوېښت برخه خاوره یا د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او یا هم د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په باور سره له دې چې د داعش ډله او طالبان په افغانستان کې بېلابېل هدفونه لري او له یو بله مختلف ګواښونه یې رامنځ ته کړي، د افغان او لوېدیځو څیړونکو په باور په افغانستان کې د طالبانو بشري ځواک د داعش په مقایسه پنځوس چنده زیات دی.

XS
SM
MD
LG