د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د ایران غبرګون: له مکې او مدینې پرته د عربستان هېڅ‌ځای سم نه‌پرېږدو


ايران وايي، که سعودي عربستان په جاهلانه عمل لاس پورې کړي، تهران به له مقدسو ځايو پرته په سعودي عربستان کې نور ټول ځايونه په نښه کړي.

دا خبرې د ايران دفاع وزير حسین دهقان پرون وروسته له هغه وکړې چې د ده سعودي سيال شهزاده محمد بن سلمان چې د سعودي د وليعهد مرستيال هم دی، پر تهران تور پورې کړ چې هڅې کوي پر اسلامي نړۍ نفوذ ولري او هره جګړه که کېږي، ميدان به‌يې ايران وي نه‌سعودي عربستان.

حسين دهقان د سعودي عربستان د دفاع وزير دا خبرې نامشروع وبللې.

د ايران دفاع وزير حسین دهقان
د ايران دفاع وزير حسین دهقان

د ايران نيمه رسمي خبري اژانس تسنيم د حسين دهقان له خولې راپور ورکړی چې د عربي ژبې ال منار ټلوېزیون ته‌يې ويلي دي:

"که سعوديان جاهلانه کار وکړي، موږ به په عربستان کې له مکې مکرمې او مدينې منورې پرته هېڅ ځای سم نه‌پرېږدو."

د سعودي عربستان د وليعهد مرستيال محمد بن سلمان چې د دې هېواد دفاع وزير هم دی، د مې په دوهمه نېټه ويلي چې هېڅ جګړه به د شيعه ايران او سني سعودي عربستان تر منځ د سعودي پر خاوره نه‌وي.

ده د دې تر څنګ چې د ايران خبره‌يې رد کړه، وويل موږ پوهېږو چې د ايران د رژيم هدف دا دی چې مکې ته ورسېږي او موږ تر هغه وخته نه‌منتظر کېږو چې دا جګړه سعودي عربستان ته دننه شي، موږ به داسې کار وکړو چې جګړه په ايران کې وي، نه په سعودي عربستان کې.

د شهزاده محمد بن سلمان له دې خبرو وروسته ايران بېلابېل عکس‌العملونه څرګند کړل.

لومړی يې په غُصه ځواب ووایه او وروسته‌یې وويل چې اوس هم د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره مذاکراتو ته چمتو دی.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د مې مياشتې په درېيمه نېټه وویل، د سعودي عربستان د دفاع د وزير خبرې څرګندوي چې دا حقيقت دی چې سعودي عربستان د ترورېزم ملاتړ کوي او په سیمه کې د ايران پر وړاندې تخريبوونکې پالېسي پر مخ وړي.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي
د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي

قاسمي وويل، دا د سعودي له‌خوا ملاتړ شوی وهابیزم دی چې د داعش او القاعده سخت دريځو ايډيالوژي جوړوي او په افغانستان، عراق او سوریه کې تاوتريخوالي ته لمن وهي.

خو ملګرو ملتونو ته د ايران سفير غلام علي خوشرو درې ورځې وړاندې وويل، تهران له خپلو ګاونډيانو سره ترينګلي روابط نه‌غواړي او له سعودي عربستان سره مذاکراتو ته چمتو دی.

ایران او سعودي عربستان چې د امریکا ملاتړ لري په منځني ختيځ کې د نفوذ زياتولو لپاره له يو بل سره سيالي کوي.

دا رقابتونه په عراق، يمن او لبنان کې د نيابتي جګړو په صورت کې ليدل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG