د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

سرنوشت: افغان چارواکي به ظریف ته څه ووايي؟


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر اړیکه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د سفر په اړه لیکلي چې افغان چارواکي به ظریف ته څه ووايي؟

په سرمقاله کې راغلي، څه ډول چې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې د افغانستان تګلاره روښانه او څرګنده ده، د ایران پر وړاندې دا شان نه ده.

د سرمقالې لیکوال لیکي، زموږ چارواکي د ایران د لاسوهنو پر وړاندې تل غلي پاتې دي، نه یوازې دا چې د دغه هېواد پر وړاندې یې روښانه دریځ نه دی نیولی بلکې پر مداخلو یې سترګې پټې کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې د ایران لاسوهنه یوازې پوځي نه بلکې فرهنګي هم اړخ هم لري نو ځکه ایران ته باید روښانه پیغام ورکړل شي او د مداخلو په اړه یې په نړیواله کچه هم غږ پورته شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د افغانستان د بل ګاونډي هېواد پاکستان د لاسوهنو او مداخلو په اړه لیکلې ده.

هېواد لیکلي، پاکستان د خپل پایښت لپاره د افغانستان جګړه او بحران لویه پالیسي بولي او په هېڅ ډول نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او د خپل دغه پرمختګ له امله دې د سیمې، نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا، چین، روسیې نورو اروپايي هېوادونو او هند سره ښه اړیکې ولري.

سرمقاله لیکونکي د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې ناسمې ګڼلې چې ګوندي، په چمن کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ وروستۍ شخړه د ډهلۍ او کابل د ګډ جوړجاړي عکاسي کوي.

ځکه سرمقاله لیکونکی لیکي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د پاکستان د اسخباراتي سازمان (ای.اېس. ای) د مشر د سفر پر مهال نوموړي ته دا خبره ښه سپینه کړې وه چې که د افغانستان پرضد له ترهګرۍ لاس وانخلي او پر افغانستان یرغلونه بند نه کړي له سخت برخلیک سره به مخ شي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼي بیا په خپل سرمقاله کې لیکلي چې دوست هېوادونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ودرېږي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور که افغانستان ځانته پرېښودل شي، ترهګرې ډلې پیاوړې کېږي چې په دې صورت کې یې پایلې ټولو ته روښانه دي.

XS
SM
MD
LG