د ازادي راډیو خبریالان چې د شنبې په ورځ د ارګ لهخوا په دوو مډالونو او یو ستاینلیک وستایل شول، وايي چې د خبریالۍ دنده ساده نهده او خبریالان د بیان د ازادۍ د ارزښت د ساتلو لپاره بېلابېلې ستونزې زغمي.
د ازادي راډیو خبریاله ناجیه صافۍ چې د افغان ولسمشر د مېرمنې بي بي ګل غني لهخوا د ملالۍ د مډال په ورکړې سره وستایل شوه وايي، هڅونه کولای شي د دوی پر کارونو مثبت اثر وکړي.
اغلې صافۍ زیاته کړه:
"د انسان لپاره هر راز هڅونه او ستاینه یو مثبت او ځانګړی اغېز لري، دا مډال چې ماته راکړل شو، زما پر ژورنالېستیکي کارونو به مثبت اثر وکړي، ما به لا کار ته وهڅوي او زیاته هڅه به وکړم."
د ازادي راډیو بل خبریال نصرت پارسا چې دی هم د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا د میر بچهخان د مډال په ورکولو ستایل شوی دی، ورته نظر لري.
ښاغلی پارسا وایي:
"دا د افغانستان د ولسمشر یوه پېرزوینه وه، دا به ما او زما همکاران وهڅوي چې ډېر واقعبینانه او بېپری کار وکړو او خپل رښتینی رسالت اداء کړو."
دغهشان ولسمشر غني په ننګرهار ولایت کې د ازادي راډیو خبریال شاه محمود شینواري ته یو ستاینلیک ورکړ.
ښاغلی شینواری وايي، د خبریال ملاتړ، د ده د کار ستایل او خبریال ته په وخت معلومات ورکول، له مډال او ستاینلیک ډېر ارزښت لري.
ښاغلي شینواري زیاته کړه:
"سره له دې چې دا هم موږ ته ستره ستاینه ده؛ خو زما په نظر هغه وخت به خبریال وستایل شي چې څېړنیز راپور جوړ او چارواکي ورته پام وکړي او راپور یې ځای ونیسي، دا ډول ستاینه له ټولو څخه غوره ده."
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ازاډي راډیو د خبریالانو په ګډون، ۲۵ خبریالان او د حکومتي ادارو ویاندویان په مډالونو او ستاینلیکونو وستایل.
تېر کال هم ولسمشر ځیني خبریالان په مډالونو او ستاینلیکونو لمانځلي وو.
د ازادي راډیو عمومي رئیس هاشم مهمند د حکومت لهخوا د دغې راډیو د درېيو خبریالانو د ستایلو هرکلی کوي او وايي چې افغان خبریالان نن سبا په سختو شرایطو کې کار کوي او هڅونې ته اړتیا لري.
ښاغلي مهمند وویل:
"زه د دغه نېک کار څخه چې د دغې راډیو درې خبریالان د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت ستایل شوي، هرکلی کوم او دا کار زموږ د خبریالانو لپاره ضروري دی، زه له حکومت او نورو چارواکو څخه چې زموږ خبریالان ستايي، مننه کوم."
د ملګرو ملتونو سازمان هر کال د مې درېیمه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځي په توګه لمانځي.
په همدې لړ کې کابل پرس کلب په هلمند ولایت کې د ازادي راډیو بل خبریال الیاس داعي ته د افغانستان په کچه د زړور خبریال جأیزه ورکړې ده.
همدارنګه د دغې ورځې په مناسبت د ازادي راډیو خبریالانو سحر لېوال او فرشتې ندا ته د حکومت د رسنیو د دفتر لهخوا او دغهشان جاوید حسنزاده ته د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو د کمېسیون لهخوا ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رئيس نجیب شریفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ازادي راډیو د خبریالانو ستایل پر ځای اقدام وګاڼه او ویېویل چې د ازادي راډیو کارونه د ژورنالیزم له معیارونو سره سم او خبریالانیې هڅه کوي چې د واقعیتونو په پام کې نیولو سره په بېپرې ډول، پر مخ لاړ شي.
راپور: خان محمد سیند