د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د پاکستان «ISI» مشر د لوړپوړو افغان چارواکو سره لیدلي


د پاکستان «ISI» مشر نوید مختار.
د پاکستان «ISI» مشر نوید مختار.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د پاکستان د استخباراتو رئیس نوید مختار نن کابل ته راغلی دی.

د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي مختار له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره پر امنیتي مسایلو بحثونه کړي دي.

جاوید فیصل.
جاوید فیصل.

نوموړي زیاته کړه:

"د پاکستان د استخباراتو مشر نن کابل ته راغلی او دلته یې له جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس سره ناسته درلوده چې په ناسته کې پر امنیتي موضوعاتو بحثونه وشول."

مشخصه نه ده چې د پاکستان د استخباراتو له رئیس سره په دغه سفر کې څوک ملګرتیا کوي.

په همدې حال کې یوې معتبرې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته ویلي نوید مختار له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سربېره د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر او د افغانستان د ملي امنیت له رئیس محمد معصوم ستانکزي سره هم لیده کاته کړي دي.

دغه سرچینه وايي، دا فغان ولسمشر او د پاکستان د استخباراتو رئیس په امنیتي مسایلو په ځانګړې توګه له ترورېزم سره د مبارزې پرڅنګوالي خبرې کړي.

کابل ته د پاکستان راغلی پارلماني هیئت.
کابل ته د پاکستان راغلی پارلماني هیئت.

له دې وړاندې د پاکستان د پارلمان یو پلاوی کابل ته راغلی و او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د ملي شورا له ځینو غړیو سره ملاقاتونه درلودل.

د پاکستان د پارلمان رئیس ایاز صادق چې د دغه پلاوي مشري یې کوله له ستنېدو وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې له افغان چارواکو سره یې د لیدنو کتنو نتایج ښه و.

هغه همدارنګه ویلي و چې ژر به د پاکستان د استخباراتو یا «ای. اس. ای» رئیس افغانستان ته ولاړ شي او هڅې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ښې شي.

کابل ته د دغو پاکستاني پلاو تګ راتګ داسې مهال پیل شوی چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې، افغان حکومت تل انتقاد کاو چې پاکستاني چارواکي له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې صادقانه عمل نه کوي.

افغان چارواکو دا هم ویل چې اسلام اباد په خپله خاوره کې د تروریستانو مرکزونه نه تړي او له افغانستان سره د دومخي سیاست لوبه مخ ته وړي.

خو پاکستان تل دا ډول څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې دا هېواد خپله د ترورېزم قرباني دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري هیئت ویلي چې ژر به د افغانستان د ملي شورا یو پلاوی د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته ویلي چې عبدالله عبدالله د پاکستان د پارلمان د رئیس په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله به پاکستان ته سفر وکړي

که څه هم د ښاغلي عبدالله د سفر په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو کابل له اسلام اباد تمه لري چې له افغانستان سره په کړیو ژمنو رښتینی عمل وکړي او په خپله خاوره کې د ترورېزم مرکزونه وتړي.

XS
SM
MD
LG