د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۵

د پکتیکا دیني علماء: افراطیت د اسلام دین سره په ټکر کې دی


د پکتیکا دیني علماء، چارواکي او روڼ اندي افراطیت د اسلام دین سره په ټکر کې بولي او زیاتوي، هغه کسان چې افراطیت ته لمن وهي، د اسلام څخه د هغوی پر ناپوهۍ او ناسم برداشت دلالت کوي.

دوی یادې څرګندونې تېره ورځ په پکتیکا کې د افراطیت پر ضد د جوړ شوي سمینار ګډونوالو ته وکړې.

په یاد سمینار کې چې یو شمېر دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځینو حکومتي مأمورینو برخه اخیستې وه، ویناوالو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې خلکو ته دې د افراطیت او سخت دریځۍ په اړه معلومات ورکړي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، اسلام د اعتدال دین دی، همدارنګه اسلام قبلې ته مخ کوونکي ټول مسلمانان بولي او د هغوی د ژوند، مال او عزت په ساتلو يې مسلمانان مأمور کړي دي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت

د پکتیکا والي زیاتوي:

"زموږ دین حکم کوي چې مسلمان ته به مسلمان وايې، ګناه‌کار ته به ګناه‌کار وايې، زموږ ستونزه په اوسنۍ اسلامي نړۍ یا په‎دې نوم چې کومې مبارزې کېږي څه ده، د اسلام دعوه کوي، د اسلام کلمه وايي، خو د اسلام نه‌یې تعبیر بیا افراطي بڼه لري، دوی مسلمان کافروي، حال دا چې زموږ معتدل دین او پیروان‌يې قبله مسلمان بولي، د هغې کس وژل پر موږ حرام دی، مال‌يې پر موږ حرام دی، د هغې ناموس هم په موږ حرام دی، د هغې بې‌عزتي هم په موږ حرامه ده او په اخوت ورسره مأمور شوي یو."

د حج او اوقافو رئیس مولوي ظبط‌الله وویل، اسلام کې افراطیت نه‌شته او هغه څوک چې افراطي عملونه لري، هغه‌يې په جهالت او نا پوهۍ دلالت کوي.

نوموړی وايي:

"په هر شي کې میانه‌روي په کار ده، میانه روي په څه شي کې ده، په اسلام کې، حضرت علي رض څه وايي، هغه وايي چې افراط او تفریط شاخص دې نا اهلو او جاهلو کسانو دي، افراط چې څوک کوي ته په‎دې پوه شه چې دا سړی ناپوه دی."

د پکتیکا د سکټوري چارو رئيس واصفي په خپلو خبرو کې وویل چې په اسلامي ټولنه کې د خلکو ژوند او مال خوندي وي، خو شته حالاتو زموږ د هېواد له هر جومات، هر کلي او هر کور څخه امن اخیستی.

ښاغلی واصفي وايي:

"هغه قران چې زموږ او ستاسو د ژوند تګ‎لاره ده، په هغه کې الله تعالی «ج» فرمايي، څوک چې یو انسان غیر حقه ووژني لکه ټول انسانان‌يې چې وژلي وي، څوک چې یو انسان ته ژوند ورکړي، لکه ده چې ټول انسانیت ته ژوند ورکړی وي، خو موږ تاسو په خپل کلیو او بانډو او اطرافو کې مرګونه روان دي، په هر ځای کې خلک وژل کېږي هغه که په جومات کې وي، هغه که په دفتر کې وي او که هغه په صحرا کې وي او هغه که په کور کې وي. "

په پکتیکا کې د افراطیت پر ضد سمینار کې د پوهنتون د ځينو استادانو او روڼ اندو له‎خوا په ټولنه کې د افراطیت څخه د راټوکیدلو سیاسي او ټولنیزو ناخوالو په باب یو شمېر علمي مقالې هم ولوستل شوې او د مخینوي پر لارو چارو يې بحث وشو.

په سمینار کې پرېکړه وشوه چې د یاد ولایت د حج او اقافو همدارنګه علماوو شورا دې په ګډه دا ډول برنامې ولسوالیو او لویو قومونو ته وغځوي او خلک وپوهوي چې اسلام خپلو پیروانو ته د اعتدال، صله‎رحمۍ، نورو سره د همکارۍ، پرمختګ او د سولې حکم کړی او مسلمانان‌يې پر اجراء مکلف شوي دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG