د ایران ستر مذهبي مشر له لوېدیځ سره د ښو اړیکو په اړه د دې هېواد د ولسمشر څرګندونې رد کړې دي.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دې هېواد د ولسمشر حسن روحاني څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، ځینې کسان وايي چې واک ته د دوی د رسېدو له کبله د جګړې ویره له منځه تللې ده، خو دا خبره سمه نه ده.
خامنه يي چې د مې د لومړۍ د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت د کارګرانو په ګډون یوې غونډې ته وینا کوله وویل، په سیاسي ډګر کې د خلکو ګډون، له دې هېواده د جګړې سیوری لېرې کړ.
خامنه یي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کمپاین روان دی او حسن روحاني د دوهمې دورې لپاره غوره کیدو ته هیله من دی.
روحاني په ۲۰۱۵ کال کې له لوېدیځو هېوادونو سره هغه موافقه لاسلیک کړه چې په نتیجه کې یې ایران د نړیوالو بندیزونو د لېرې کېدو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام فعالیت محدود کړ.
د انتخاباتو په درشل کې د تندلاري خامنه يي له هغو متحدانو سره چې پردې موافقه انتقاد کوي د روحاني اختلاف په وروستیو څو میاشتو کې زیات شوی.
دوی د روحاني پر اقتصادي اجرأتو انتقادونه کوي او وايي د لوېدیځ په وړاندې نرم چلند او د اټمي پروګرام د محدودیت په بدل کې د امتیازونو ورکولو ایران ته تراوسه اقتصادي ګټه نه ده رسولې.
روحاني د شنبې په ورځ په یو تلوېزیوني مناظره کې د ایران خلکو ته خبرداری ورکړ چې که د ده تندلارو سیالانو ته رایې ورکړي نو ښايي په دې هېواد کې استبداد لازیات شي.
ده وویل، ایرانیان به د مې د نولسمې په انتخاباتو کې نړۍ ته دا دا ثابته کړي چې په دې هېواد کې د تشدد، افراط او فشار دور تېر شوی او زیاته یې کړه چې دا هېواد د منطق پر لاره روان دی.
په دې انتخاباتو کې د خامنه يي متحد ابراهیم رییسي او د تهران ښاروال محمدباقر قالیباف د روحاني مهم سیالان ګڼل کېږي.