د ټایم مجلې د افغانستان د امنیتي وضیعت په اړه لیکنه کړې.
ټایم وايي، ترهغې یوه اوونۍ وروسته چې امریکايي پوځ په ننګرهار کې د داعش پر سمڅو تر ټولو دروند بم وغورځاوه، په بلخ ولایت کې پر قول اردو طالبانو خونړۍ حمله وکړه چې په دې هېواد کې د طالب وسلهوالو لهخوا د موجود ګواښ څرګندونه کوي.
ټایم مجله وايي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکا د پوځ لهخوا د لوی غیرې اټمي بم غورځولو په نړۍ کې د خبرونو سرټکي جوړ کړل او ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه یو بریالی ماموریت وباله.
افغان چارواکو وویل چې په دې برید کې د داعش ۹۶ وسلهوال وژل شوي دي.
د ټایم په وینا، سره له دې چې د داعش ډلې په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په شمول چې لسګونه کسان یې ووژل د څو نورو مرګونو حملو مسؤلیت هم اخېستی، خو په بلخ کې پر شاهین قل اردو وروستی برید د طالبانو د بریدونو د سختېدو څرګندونه کوي، هغه ډله چې ۱۵ کاله مخکې په افغانستان کې د امریکا د پوځ بریدونو له واکه لېرې کړه.
ټایم زیاتوي، په بلخ کې پر افغان نظامیانو برید په داسې حال کې کېږي چې د امریکايي ځواکونو لوړپوړي قوماندان په افغانستان کې د نورو امریکايي سرتېرو پر موجودیت ټینګار کړی دی.
واشنګټن ټایمز:
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې هم په افغانستان کې پر امنیتي وضعیت لیکنه کړې.
ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د امریکا جګړې نه یوازې دا چې له وقفې پرته یې ۱۵ کاله دوام وکړ بلکې د امریکا د دې اوږدې جګړې راتلونکی هم روښانه نهدی.
واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي:
په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو د رژیم د نسکورېدو وروسته امریکا او متحدان یې هڅه کوي چې افغانستان بېرته په پښو ودرېږي خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې وضعیت یو داسې حد ته رسیدلی چې د افغانستان مرکزي حکومت یوازې په سلو کې پر ۵۲ برخه خاوره باندې کنټرول لري.
ورځپاڼه وايي، پر طالبانو سربېره داعش وسلهوال هم په افغانستان کې د حضور د پراخولو هڅه کوي.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان زیانمنونکی وضعیت تېره اوونۍ هغه مهال لا روښانه شو چې وسلهوالو طالبانو په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قل اردو تر ټولو خونړی برید وکړ.
د افغانستان د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ د دې پېښې د مړو شمېر ۱۳۵ او د ټپیانو ۶۴ تنه یاد کړ.
د واشنګټن ټایمز په وینا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو ۶۷۰۰ سرتیري وژل شوي چې د افغانستان په جګړه کې په تیرو ۱۶ کلونو کې د امریکايي سرتېرو د تلفاتو درې چنده دي.