د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

امریکايي پوځي چارواکی: بلخ کې د وژل شویو شمېر ۱۴۴ تنو ته رسېدلی


یوه امریکايي پوځي چارواکي ویلي، په بلخ کې د افغان ملي اردو پر شاهین قل اردو برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۴ تنو ته رسېدلی.

د فرانسې خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د دغه لوړپوړي چارواکي له خولې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ویلي چې د جمعې ورځې په دې خونړي برید کې شااوخوا ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، پر ۲۰۹ شاهین قل اردو برید په ډېر غور په څو میاشتو کې پلان شوی دی.

د افغانستان حکومت تر اوسه په بلخ ولایت کې د ملي اردو پر دې قل اردو د خونړي برید د قربانیانو دقیق شمېر نه‌دی اعلان کړی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دې برید کې تر سلو زیات کسان مړه او ژوبل شوي دي.

بل‎خوا د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې په دې اړه د "د مسؤلینو بې‌غوري د اندېښنې وړ وبلله او یادو مسؤلینو سره د قانوني چلند" ټینګار یې وکړ.

بشپړ راپور د ازادي راډیو خبریال اجمل اند په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00
مستقیم لېنک

آرام: بلخ پېښه کې له ۱۰ حمله کوونکو ۳ یې ځان ته چاودنه ورکړې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

XS
SM
MD
LG