د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د کابل دیني عالمان: په ملکي او سپېڅلو ځایونو کې د خلکو وژل جایز نه‌دی


د کابل ښار دیني عالمانو وویل، پر ملکي ځایونو، روغتونونو، ښوونځيو، مدرسو، سپېځلو او عبادت ځایونو برید کول او په‎کې د مسلمانانو وژل د اسلام له نظره جایز نه‎دي.

دوی د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناسته کې د بلخ ولایت د شاهین قول اردو پر سرتېرو او افسرانو برید، د اسلام او بشریت له ټولو موازینو خلاف وګاڼه او په کلکو ټکو یې وغانده.

د کابل ښار د دیني عالمانو د شورا رئیس عبدالبصیر حقاني وویل:

"الله رب‎العزت فرمايي، څوک چې یو مسلمان په قصدي توګه وژني، د هغه ځای د تل لپاره دوزخ دی. د کابل ښار د علماو شورا پر روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو او سپېڅلو ځایونو بریدونه، غندي. دا حمله د اسلام له نظره حرامه ده."

دوی د بلخ ولایت د شاهین قول اردو پر سرتېرو او افسرانو وسله‎وال برید، د افغان حکومت، افغانانو او اسلام د دښمنانو کار وباله.

د کابل ښار د علماو د شورا مسؤلینو دا هم وویل چې د شاهین قول اردو په سلګونه سرتېري او افسران د برید پر مهال په جومات کې او د خدای په عبادت بوخت وو.

دوی د قران د ایتونو او د پیغمبر (ص) د احادیثو پر بنسټ وویل، هېڅ‎څوک حق نه‎لري چې په عبادت بوخت کس ووژني.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د بلخ پر شاهین قول اردو د وسله‎والو طالبانو په برید کې سلګونه افغان سرتېرو او افسرانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کابل ښار دیني عالمانو وویل، افغان امنیتي ځواکونه، د هېواد د ارزښتونو او د خلکو د ژوند خوندیتوب ته ملاګانې تړلي او دوی يې هر ډول مرستې ته چمتو دي.

دوی له حکومته وغوښتل، د یاد قول اردو هر سرتېری او یا افسر چې په دغه برید کې یې له قول اردو څخه دننه، له وسله‎والو مخالفینو سره مرسته کړې وي، باید سخته سزا ورکړي.

د دغې شورا غړي عزیزالله مفلح وویل:

"د افغانستان له اسلامي جمهوري دولته زموږ هیله دا ده، هغه کسان چې دې پېښه کې لاس لري، په دې برخه کې چې عسکري او اسلامي قانون هره پرېکړه کوي، باید پلې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ارګ ماڼۍ ویلي، د شاهین قول اردو د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي او که د دغې قول اردو لوړپوړي مسؤلین په‎کې هم لاس ولري، وبه‌پوښتل شي.

تازه راپورونه وايي چې تر دغې پېښې وروسته د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوې ورکړي چې د ولسمشر له‌خوا منل شوي دي او دغه‌شان د بلخ شاهین قول اردو درې لوړرتبه افسران هم له دندو ګوښه کړل شوي چې ویل کېږي څېړنې به هم ورڅخه وشي.

د کابل ښار د عالمانو د شورا غړو دا هم وویل، دغه پېښه کې د پاکستان استخباراتي کړۍ لاس لري ځکه چې پخوا تر دې هم په ورته پېښو کې شواهدو ښودلي چې بریدګر یې له پاکستانه استول شوي وو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG