د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۳

جرمني وايي د تېرې اوونۍ د چاودنې په تړاو یې یو تن نیولی


جرمني چارواکي وايي، یو کس چې د جرمني او روسیې دواړو تابیعتونه لري، د تېرې اوونۍ د هغه برید په تړاو یې نیولي چې ددې هېواد د فوټبال د یو مخکښ ټیم د لوبغاړو پر بس وشو.

د جرمني فیدرالي څارنوال وايي، مشکوک کس چې اته ویشت کلن سرګي ډبلیو نومېږي د جمعې په ورځ په جنوب لوېدیځ کې د توبینګین ښارګوټي کې نیول شوي دی.

نوموړی د وژنې په هڅه، چاودنې او خلکو په ټپي کولو تورن شوی دی.

د اپرېل په یوولسمه نېټه د دورټمونډ ښار څخه بهر هغه بس ته نږدې درې چاودنې شوې وې چې د بوروسیا دورټمونډ د فوټبال ټیم لوبغاړي یې انتقالول.

په دې چاودنو کې یو لوبغاړي او یو پولیس ټپي شوي وو.

جرمني څارنوال په دې اړه خپاره کړي بیان کې ویلي چې مشکوک کس غوښتل د اسهامو په بازار کې د فوټبال د دې کلب د اسهامو بیې راوغورځوي.

XS
SM
MD
LG