د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د بریتانیا صدراعظمې تر وخت مخکې پارلماني انتخاباتو غوښتنه کړې


د بریتانیا صدراعظمې په خپل هېواد کې د وار له مخه پارلماني انتخاباتو غوښتنه وکړه، تريزا مې په لندن کې اعلان وکړ چې عمومي انتخابات به د جون په اتمه ترسره شي.

د بریتانیا د صدراعظمې د دې پرېکړې اټکل ډېرو وار له مخه نه کاوه، تریزا مې د سې شنبې په ورځ په لندن کې د وار له مخه انتخاباتو اعلان وکړ:

"څو شېبې مخکې مې د کابینې د غونډې مشري کوله، هلته مو موافقه کړه چې حکومت دې د جون په اتمه د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړي."

کارګر ګوند چې د بریتانیا له لویو ګوندونو څخه دی، د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی.

د کارګر ګوند ملاتړ دا معنی لري چې د وار له مخه انتخاباتو طرحه به په پارلمان کې له دریو دوې برخې تائید ترلاسه کړي او وار له مخه انتخابات به وشي.

د کارګر ګوند مشر جرمي کوبراین وویل، د صدراعظمې د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د بریتانیا خلکو ته فرصت ورکوي چې داسې حکومت جوړ کړي چې د اکثریت خلکو ګټو ته اولویت ورکوي.

له ټاکلي جدول سره پکار و چې د بریتانیا انتخابات په دوه زره شلم کال کې ترسره شي.

د بریتانیا صدراعظمې هم پخوا ویلي و چې انتخابات به تر دوه زره شلم پورې وشي.

خو دې د سې شنبې د ورځې د کابینې له غونډې وروسته وویل چې په نه زړه یې دا پریکړه وکړه چې انتخابات مخکې تر مخکې ترسره شي:

"اخر په نه زړه دې نتیجې ته ورسېدم، له کوم وخته چې صدراعظمه شوې یم دا خبره مې کړې وه چې تر دوه زره شلم پورې باید انتخابات ونه شي، خو اوس دې نتیجې ته ورسېدم چې د راتلونکو کلونو لپاره د ثبات د تضمین لپاره پکار دي چې انتخابات ترسره شي."

تریزا مې د تېرکال د جون د میاشتې له ټول پوښتنې وروسته چې په ترڅ کې یې موافقه وشوه چې بریتانیا له اروپایي ټولنې ووځي، صدراعظمه شوه.

له اروپایي ټولنې د وتلو چارې که ترسره شي په راتلونکو شااوخوا دوو کلونو کې به بریتانیا له اروپایي ټولنې ووځي.

XS
SM
MD
LG