افغان حکومت وايي، کابل ته د امریکا د ملي امنیت سلاکار په سفر کې د ترورېزم سره د مبارزې مثبتې او منفي نقطې په ډاګه او دواړه لوري ځینو هوکړو ته رسېدلي او یا د سفر د امریکا له نوي حکومت سره د اړیکو نوی پړاو پرانیست.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته وویل چې مکمسټر ته د افغانستان او سیمې وضعیت په اړه واقعي تصویر ورکړل شو او تمه ده چې د امریکا راتلونکې پرېکړې به د افغانستان په ګټه وي.
نوموړي زیاته کړه:
"څرنګه چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په اړه پالېسي جوړوي نو مکمسټر د دغې پالېسۍ جوړولو په اخري ورځو کې ځکه دلته راغلی و چې د لومړي لاس راپور او معلومات ولري، تر څو وضعیت صحیح مطالعه شوی وي او په دې پرېکړو کې به د افغان حکومت نظر شامل وي چې موږ یې هرکلی کوو."
له دې سره ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغه سفر کې د امریکا او افغانستان تر منځ د څلور کلن امنیتي پلان پر تطبیق هوکړه وشوه چې امریکا یې د تطبیق او د افغان ځواکونو په تجهیز کې مرسته کوي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د دواړو لورو په کتنو کې د امنیتي ځواکونو اوسنی وضعیت هم وارزول شو او په دې اړه چې ترورېزم چېرته دی مفصلې خبرې شوې دي.
له دې ورهاخوا یوې سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې یاد شي ازادي راډيو ته ویلي چې امریکا غواړي هغه فاصلې چې د بارک اوباما حکومت له افغانستان سره جوړې کړې وې لهمنځه یوسي او د جنګ ستراتیژي بدله کړي.
دې سرچینې ویلي چې د مکمسټر په سفر کې د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د لومړي ځل لپاره په برخلیک ټاکونکو موضوعاتو او د افغان ځواکونو په سمبالښت په لوړه کچه خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت تر ټولو لوړ رتبه پلاوی د لومړي ځل لپاره د شنبې په ورځ کابل ته راغلی و.
د ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مکمسټر په دغه سفر کې د افغان ولسمشر، خپل افغان سیال، اجرائیه رئیس او ځينو نورو چارواکو سره له لیدو کتو وروسته د دوشنبې په ورځ له کابله اسلاماباد ته ورسېد.
که څه هم افغان حکومت د دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو په برخه کې کابل ته د هغه دا سفر مهم ګڼي خو د ملي وحدت حکومت یو سیاسي اپوزېسیون وايي په دې سفر کې هېڅ نوې ژمنې نهدي شوي.
د نوي ملي جبهې ویاند وحیدالله غازيخېل ازادي راډيو ته وویل:
"په دغه سفر کې هېڅ کومې نوې ژمنې نهدي شوي او نههم کومې مرستې شوې دي دا ټولې پخوانۍ ژمنې دي چې امریکایان د هغې پر اساس کار کوي، خو یو شی دی دا چې د ولس سره د افغان حکومت اړیکه پرې ده نو ځکه دوی په بهرنیو کمکونو او ژمنو ډېره اتکا کوي."
له دې سره د سولې او جګړې د انسټټیوټ غړی حکمتالله عظیمي د افغان او امریکايي چارواکو تر منځ دا لیده کاته بېنتیجې نهبولي او وايي چې لږ تر لږه هغه شکونه لهمنځه تللي چې افغانستان ته پاملرنه کمه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"جنرال مکمسټر د امریکا په دولت کې یو مهم لوړپوړی چارواکی دی او د ده سفر د ټرمپ د ادارې هغه شکونه لهمنځه وړي چې امریکا شاید افغانستان پرېږدي او یا ورته پاملرنه ونهکړي، دا سفر بې له شکه یو نوی فصل خلاصوي او مهم و."
ښاغلی عظیمي وايي، په دې سفر کې د سولې په پرتله تر ډېره په نظامي عملیاتو ټینګار شوی او د دې امکان شته چې رښتیا هم د جنګ ستراتیژي بدلون ومومي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ