د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

کرکټ نړیواله شورا: شهزاد ښايي نړیوالو لوبو کې له ګډونه محروم شي


د کرکټ نړیواله شورا وايي، د افغانستان نامتو لوبغاړی محمد شهزاد ښايي په نړیوالو لوبو کې له ګډونه محروم شي.

آی سي سي پرون اعلان وکړ چې پر شهزاد شوې طبي ازمایښتونه ښيي چې ده له ډوپنګ یا غیر مجازو درملو څخه کار اخیستی دی.

د ای سي سي بیان زیاتوي چې که شهزاد د دې پریکړې په وړاندې له قانوني لارو چارو څخه مخالفت ونه‎کړي نو د اپریل له ۲۶مې نېټې وروسته به په نړیوالو لوبو کې د ګډون اجازه ورنه‎کړل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ازادي راډیو ته وویل چې ای سي سي د خپلې دې پریکړې په اړه دوی ته رسمي خبر نه‎دی ورکړی او دوی له وخته مخکې څه نه‎شي ویلای.

۲۹ کلن شهزاد چې په افغانانو کې خورا محبوب دی، په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې لوبه پیل کړه او تراوسه یې په څه کم شپیتو نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې ده.

محمدشهزاد په شل اووریزه لوبو کې د نړۍ څلورم بریالی لوبغاړی او ان د هند له نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي هم مخکې دی.

XS
SM
MD
LG