د لاسرسي لېنکونه

جرمني څارنوالان: د نیول شوي عراقي وګړي په اړه شواهد نشته


د جرمني څارنوالان وايي، داسې شواهد نشته چې د دورتومند د فوټبال پر ټیم له حملې سره د هغه عراقي وګړي تړاو ثابت کړي چې نیول شوی دی.

د څارنوالانو په وینا، نیول شوی عراقی ۲۶ کلن او له داعش سره په تړاو تورن دی.

هغوd نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې څېړونکو داسې شواهد نه‎دي موندلي چې نیول شوي سړي د سې شنبې په ورځ په حمله کې لاس درلود.

د بروسیا دورتموند لوبډلې غړي د اروپا د فوټبال د اتلانولیګ سیالیو کې د ګډون لپاره روان وو چې په موټر کې یې درې بمونه وچاودېدل.

په‎دې پېښه کې د دورتموند ټیم یو غړی او یو پولیس زخمیان شول.

د جرمني څارنوالانو ویلي چې مشکوک عراقی وګړی په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په عراق کې له داعش سره یوځای شوی و، د لسو وسله والو د یوې ډلګۍ مشري يې کوله چې په قتلونو او خلکو په تښتولو کې یې لاس درلود.

د جرمني څارنوالانو له یوې سیمه ییزې محکمې غوښتنه کړې چې د څېړنو لپاره یې په توقیف کې وساتي.

XS
SM
MD
LG