د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۹

پکتیا چارواکي: ماین چاودنې د ناوې په ګډون درې تنه وژلي دي


د پکتیا امنیتي چارواکي وايي چې د ماین چاودنه کې د یوې ناوې او یو پنځه میاشتني ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد ایوب نن ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه نن شاوخوا دوه بجې د احمد ابا ولسوالۍ اړوند دوچ غړک په سیمه کې شوې ده چې له امله یې درې تنه ټپيان شوي هم دي.

محمد ایوب زیاتوي چې ماین سیمه کې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره اېښی و.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG