د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۹

منګل: د بې‌وسلې کولو بهیر کې دوه ګوني چلند ځیني تنظیمونه پياوړي کړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی وايي چې د غیر مسؤله وسله‌والو د بې‌وسلې کولو پر وړاندې دوه ګوني چلند ځيني پخواني تنظیمي ډلې لا پیاوړې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال منیر منګل پر دې خبرې له ټینګار سره چې دغه دوه ګوني چلند په شمال کې ځینې ډلې پياوړې کړي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل ځيني ارګانونه په دغه کار کې خپلې ګټې ویني او دا ملاتړ د ناامنۍ سبب شوی دی.

ښاغلی منګل چې یو وخت د بې‌وسلې کولو یا «DDR» د یوې برخې مسؤل هم وو وايي چې له ډېر وخت راهیسې د دوی پر وړاندې مصلحت موجود وو چې اوس په سرخوږی بدلې شوې دي.

منیر منګل.
منیر منګل.

"غیر مسؤله وسله‌وال د کړنلارې خلاف تنظیم شوي دي او په خپل سر دي، باالخصوص دا لوبه هغه وخت ګرمه شوه چې دوی دولتي قدرت هم درلود، په ورته وخت کې پخواني تنظیمي ټوپکسالاران وو او د یوه بنسټ له‌خوا یې هم ملاتړ کېده هغه و چې دوی په خپلو سیمو کې قدرت جوړ کړ چې نه‌یوازې ثبات‌یې نه‌دی راوستی بلکې ناامنۍ یې جوړې کړې دي."

هغه وايي په شمال کې د دغو تنظیمونو پر وړاندې لازم اقدامات نه‌دي شوي او فکر کېده چې د غیر مسؤله وسله‌والو نفوذ د بې‌وسلې کولو بهیر ټکنی کولای شي.

خو د ښاغلي منګل په باور باالعکس په جنوبي او ځينو نورو ولایتونو کې د غیر مسؤله وسله‌والو څخه د وسلو د راټولولو پروسه اسانه عملي شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم له نسکوریدو او د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت له رامنځته کیدو سره د غیر مسؤله وسله‌والو د بې‌وسلې کولو بهیر پیل شوی خو څرنګوالی یې هغه څه دي چې تل‌یې له ځان سره انتقادونه لرلي دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی صالح محمد صالح هم وايي چې په افغانستان کې یو شمیر سیاسي ګوندونه نه‌دي بې‌وسلې شوي او تر ډېره خپل سري فعالیتونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي د عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور ته د وفاداره کسانو تر منځ مخامخ کېدو وېرولي دي.

د جنبش او جمعیت ګوند غړو د تېر کال راهیسې څو ځله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د یو بل پر وړاندې مظاهرې کړي حتی تر دې چې په تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې سره اوښتي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا دغو اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې د غیر مسؤله وسله‌والو د بې‌وسلې کولو بهیر لا هم روان دی او خپل سري فعالیتونه ورته د منلو وړ نه‌دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل د جنبش او جمعیت ګوندونه په شمال کې فعاله وسله‌وال د خپل ځان نه‌بولي خو که داسې څه موارد وو د نیولو اقدام به‌یې وکړي.

نجیب دانش.
نجیب دانش.

ښاغلی دانش زیاتوي:

"اوس هم اسناد او مدارک نه‌شته چې په شمال کې د غیر مسؤله وسله‌والو تر منځ په جګړو کې د ګوندونو لاس دی، خو که داسې موارد وي طبعاً د دې ګوندونو فعالیت تر پوښتنې لاندې راولي، که موږ هم داسې کسان وپېژنو دوی به د قانون له مخې ونیول شي."

د بې‌وسلې کولو د پروسې پخوانی مسؤل منیر منګل که څه هم په دې برخه کې د اوسني مشرتابه اراده پیاوړې بولي خو وايي چې په ټيټه سطحه نه‌همغږي، د ځايي قوماندانانو او د ۲۰۰۱ کال راهیسې په دولت کې د ځای پر ځای شويو چارواکو ملاتړ دا پروسه زیانمنولای شي.

ښاغلی منګل وايي په دې برخه کې د لا مصلحت پر ځای باید ټینګه اراده او قاطع عمل رامنځته او دوه ګونی چلند له‌منځه ولاړ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG