د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۵۷

د سویډن مشکوک حمله کوونکي سخت دريځو سره لېوالتيا ښوولې وه


د سويډن پوليس وايي، داسې ښکاري چې پلازمېنه استکهلم کې د لارۍ په مرسته د وروستۍ حملې مشکوک، د داعش په ګډون له سخت دريځو ډلو سره لېوالتيا ښوولې وه.

د پوليسو په خبره په سويډن کې د مشکوک کس د دايمي اقامې درخواست رد شوى و او هڅه روانه وه چې دغه هېواد څخه اخراج شي.

د استکهلم د پوليسو د عملياتو مشر يونا هېسينګ يوه کنفرانس ته وويل:

"دغه مشکوک کس په سويډن کې د دايمي اقامې لپاره درخواست ورکړى و، خو ده دا مسئله رد کړې ده. څرنګه چې دى د مهاجرت ادارې په توقيف کې نه‌و، پوليسو ته مطلوب و."

د ازبکستان دغه ٣٩ کلن وګړي د جمعې په ورځ خپل موټر له ګڼه ګوڼې پر يوه ډک پلورنځي وربرابر کړ، څلور کسان‌يې ووژل چې دوه‌يې د سويډن، يو د بريتانيا او يو د بلجيم تبعه و.

په عين حال کې راپورونه وايي د هغې خونړۍ حملې په تړاو دوهم مشکوک کس هم نيول شوى چې لا يې هويت نه‌دى په ډاګه شوى.

پوليسو ويلي، پنحه نور کسان د تحقيقاتو لپاره لا هم د پوليسو په توقيف کې دي.

XS
SM
MD
LG