د لاسرسي لېنکونه

د ايران ولسمشر د سوريې ولسمشر ته ټیليفون کړى


د ايران او سوريې د رسنيو په حواله د ايران ولسمشر حسن روحاني د سوريې ولسمشر ته ټیليفون کړى او د امريکا د ميزايلو د حملې په ځواب کې يې له ده ملاتړ څرګند کړى.

د ايران د جمهوري رياست د وېب‌سايټ په حواله روحاني نن ويلي، د ايران ملت به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او د سوريې د ځمکنۍ بشپړتيا د خونديتوب لپاره د سوريې د ملت تر څنګ وي.

امريکا د سوريې په خان شيخون ښارګوټي کې د کيمياوي وسلو په مرسته د مرګونې حملې په ځواب کې د سوريې پر پوځي اډه د کروز ميزايلو بريد وکړ.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريکا دغه حمله د سوريې د حاکميت له حقه څرګنده سرغړونه وبلله.

روحاني هغه راپورونه رد کړل چې د اسد رژيم دې د کيمياوي وسلو په مرسته په هغې حمله کې لاس لرلى وي او په دې اړه راپورونه‌يې بې‌اساسه وبلل.

XS
SM
MD
LG