د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۹

هرات کې د "عليزي" ملاتړو د دغه ولایت لویې لارې تړلي


په هرات کې اعتراض کوونکي چې د ولايتي شورا د رئيس په ملاتړ وتلي، د دغه ولايت لويې لارې يې وتړلې.

دوى د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د اختصاصي محکمې د حکم لغوه کېدل غواړي.

دغې محکمې د ولايتي شورا رئيس کامران عليزى په اداري فساد تورن کړى، هغه‌يې په دوه کاله او شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړى دى.

تر دې مخکې د هرات اسلام‌قلعه او هرات تور غونډۍ لارې هم د ولايتي شورا د رئيس په ملاتړ د اعتراضونو پر مهال تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG