د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۴۹

فنلنډ کې افغان پناه غوښتونکو له دوو میاشتو راهیسې تحصن کړی


د فنلنډ په پلازمېنې هلسنکي کې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې لسګونه افغان پناه غوښتونکو د دې لپاره اعتراض کړی چې ډېر یې د ډيپورټ یا جبري اخراج له پرېکړې سره مخ دي.

د دغو افغانانو ځینو استازو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې فنلنډ ته تر رسېدو یې سختۍ ګاللي خو اوس‌یې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

عبدالجلیل حسیني د یکشنبې په ورځ د هلسنکي ښار له مرکزه چېرته چې دوی د تحصن خیمې درولي ازادي راډیو ته د افغان پناه غوښتونکو د اعتراضونو په اړه وویل:

"نن دوهمه میاشت پوره شوه چې موږ د فنلنډ په مرکز هلسنکي کې تحصن کړی دی. زموږ غوښتنه دا وه چې فنلنډي چارواکي دې افغانستان باید د یوه ناامنه هېواد په توګه ومني او دغه هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو اجباري ډیپورټ بند کړي. اروپايي هېوادونو او بیا فنلنډ ته د پناه غوښتونکو په راتلو سره دغو هېوادونو غیر مسلکي ژباړونکي او کارکوونکي نیولي او همدا د دې لامل شوی چې ډېر افغانان له دې پرته چې دوسیې یې سمې وکتل شي رد ځواب تر لاسه کړي."

د هغو افغان پناه غوښتونکو له ډلې چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې فنلنډ ته ځانونه رسولي د هلسنکي د اعتراضونو د یوه تنظیموونکي عبدالجلیل په خبره ۷۰ سلنه د جبري اخراج له برخلیک سره مخ دي.

اروپايي هېوادونو وروسته له هغه د افغان پناه غوښتونکو ډېپورټ زیات کړ چې د افغانستان حکومت او اروپايي ټولنې د ۲۰۱۶ میلادي کال اکټوبر میاشت کې په دې موافقه وکړه چې په اروپايي هېوادونو کې نه‌قبلېدونکي افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي.

د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې شااوخوا درې لکه افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت سره له دې هم ټینګار لري چې هېڅ هېواد له تفاهم پرته افغانان نه‌شي ایستلی او هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته استول کېږي چې غوښتنلیکونه‌یې رد شوي وي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډيو ته وویل، که څه هم افغان حکومت له اروپايي ټولنې سره خپل تړون ته ژمن دی خو په دغه هېواد کې شرایط د کډوالو بیا راستنېدو ته مساعد نه‌دي.

میاخېل: اروپايي اتحادیه دې افغان حکومت سره پر خپلې ژمنې ټینګه پاتې شي
میاخېل: اروپايي اتحادیه دې افغان حکومت سره پر خپلې ژمنې ټینګه پاتې شي

حفیظ احمد میاخېل پرون ازادي راډیو ته وویل:

"د دوی ټولو قانوني مراحلو وروسته د دوی اسناد څېړل شوي دوی د پناه اخیستلو وړ نه‎دي پېژندل شوي. بالاخره دوی بېرته افغانستان ته استول کېږي او افغان حکومت هم مکلفیت لري چې د هماغې ګډې اعلامیې پر اساس چې د دوی بېرته ګرځولو کې له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي. خو په مجموع کې شرایط اخراج ته مساعد نه‎دي. وضعیت ښه نه‎دی په افغانستان کې. زموږ غوښتنه له اروپايي هېوادونو دا ده چې دغو افغانانو ته دې هلته پناه ورکړي."

ښاغلي میاخېل دا هم وویل چې اروپايي ټولنې د پروسږکال د تړون پر اساس له افغان حکومت سره لازمې مرستې نه‎دې کړي.

د فنلنډ د پلازمېنې هلسنکي د تحصن یوه بل ترسره کوونکي منیر عطايي ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت دې له اروپايي ټولنې سره د کډوالو د بېرته ستنولو تړون لغوه کړي او د ده په خبره دا سرګردانه خلک دې په خپل حال پرېږدي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG