سکای سپورټ:
سکای سپورټ خپرونې بیا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بریالیتبونو په اړه لیکنه کړې ده او وايي چې افغان ټیم به په راتلوونکي جولايې میاشت تاریخي پړاو ته ورسېږي.
سکای سپورټ لیکي:
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د جولايې پر ۱۱مه نېټه د انګلستان په مشهور لارډز میدان کې له نړیوال منتخب مارلیبون کلب یا ایم سي سي سره سیالي وکړي.
د ایم سي سي نړیوال کلب کپتان ویلي افغان ټیم غواړي اوج ته ورسېږي او ده د خپلې ډلې نړیوالو لوبغاړو ته سپارښتنه کړې ده چې فکر ونهکړي کوم ساده او کمزوري ټیم سره مخ دي او نهدي هم افغان کرکټ ټیم کم ګڼي.
سکای سپورت زیاتوي د ایم سي سي کپتان افغان کرکټ ستورو راشد خان او محمد نبي ته په اشارې لیکي:
دا د هغه لپاره ویاړ دی چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کوربه دی.
ټروت ډایجسټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د جګړې د اوږدېدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
په دې مطلب کې راغلي څه موده وړاندې د امریکا د داخلي جنګ کالیزه ولمانځل شوه چې په کې وویل شول چې د افغانستان جګړه د امریکا له کورنۍ جګړې هم اوږده شوې ده.
د افغانستان جګړه دغه راز په ۶۰ مه لسیزه کې د امریکا د ویتنام له جګړې نه هم طولاني شوې ده خو توپیر يې دا دی چې د افغانستان د جنګ په اړه د امریکایانو شکایت او انتقادونه دومره نه دي پورته شوي په کومه اندازه چې هغه وخت وو.
ټروت ډایجست خپرونې وړاندې لیکلي:
د افغانستان جګړه د امریکا پخواني ولسمشرجورج ډبیلو بوش پیل کړه، ورپسې د بارک اوباما د جمهوري ریاست دوه دورې هم پایته ورسېدې او اوس دا جګړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په میراث کې پاتې ده.
که څه هم پخواني ولسمشر بارک اوباما د خپل کار په پیل کې د افغانستان د جګړې پراخوالی او دې جنګ کې بریالیتوب خپل لومړیتوب ګرځولی و خو کله چې يې سپینه ماڼۍ پریښوده نو د افغانستان د جګړې په اړه يې ډېرکم څه ویل.
خو د مطلب د لیکوال په وینا بارک اوباما خپل دوه کارونه بشپړ کړل، په لومړي سر کې يې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر سل زرو ته پورته کړ او د خپلې دورې په وروستیو کې يې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر ټولو ټیتې سطحې ته کوز کړ.
ټروټ ډایجسټ خپرونه لیکي:
یوه خبره ښکاره ده چې بارک اوباما د واک له ګدۍ اخوا شو خو د افغانستان جګړه لا هغه شان روانه ده او په نېږدې راتلونکې يې د پایته رسېدو کوم څرک هم نه لګېږي.