د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۴۴

اکبري: د کندز دشت ارچي کې ۲۴ وسله وال مخالفین وژل شوي


د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دولت ٢۴ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي دغه حملې د نړيوالو ځواکونو بې پېلوټه الوتکو کړي او په وژل شويو کې د تاجکستان ٣ اتباع هم شامل دي.

د پوليسو د سپين زر د ٨٠٨ زون قوماندانۍ وياند څارمن محفوظ اله اکبري پرون تر دغو حملو وروسته رسنيو ته وويل:

"په وژل شويو کې د امام صاحب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال اسد الله مظلوم او د وسله والو مخالفانو مشهور قوماندان عبدالحنان شامل دي چې د تاجکستان له اتباعو سره وژل شوي دي، د تاجکستان دغو اتباعو د ماين جوړونې او وسله والو مخالفانو ته د ماينونو په برخه کې د روزنې مسؤليت درلود."

ويل شوي چې په وژل شويو کې د کندوز لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستيال مولوي شمس الدين او د خان اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفانو يو مهم قوماندان شاه ولي هم شامل دى.

د کندوز د پوليسو د سپين زر د ٨٠٨ زون قوماندانۍ وياند وايي په دغو عملياتو کې ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.

XS
SM
MD
LG