د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

م.م:د راستنو شویو کډوالو ستونزو هواري لپاره افغان حکومت سره کار کوو


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي معاون توُبي لنزر د پنجشنبې په ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په دې ولایت کې له پاکستانه د تازه راستنو شویو کډوالو جاج واخیست.

نوموړي وويل ده په دې سفر کې له پاکستانه تازه راستنو شویو کډوالو سره وليدل چې په خبره يې د تازه راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې لوی چلنج او ستونزه د هغوی د عادي ژوند پيلېدل دي.

ده وويل اکثره کورنۍ چې هېواد ته راستنېږي د هغوی لپاره کاري بوختيا، د اولادنو لپاره د تعليم اسانتيا او د دې سیمې ماحول سره د هغوی بلتيا تر ټولو مهمې ننګونې دي:

​"دې کډوالو لپاره دا تصمیم ډېر سخت وو چې پاکستان پرېږدي او هېواد ته راشي او دا هم ورته ډېره سخته وه چې هلته خپل ژوند ته دوام ورکړي بلاخره دوی تصمیم ونیوه چې خپل هېوادته راشي او خپل عادي ژوند له سره پيل کړي او زه ډېره زياته لېوالتيا لرم چې په دې برخه کې افغان چارواکو سره نېږدي نه همکاري وکړم تر څو د دوی ماشومان وکولای شي چې تعلیم ته لاړ شي او سرپناه پيدا کړي دا هغه مهمې ننګونې دي چې دوی ورسره مخامخ دي موږ باید دوی ډاډه کړو چې افغانستان نه یوازې د امنیت له پلوه بلکې د ښه ژوند لپاره هم مناسب دی."

نوموړی وايي، د دې ستونزو د اواري په موخه يې د ننګرهار ولایت مسؤلینو سره هم خبرې کړي د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شي.

په ورته وخت کې له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ وايي، اوسنۍ کومه مرسته چې د «یو. ان. ایچ. سي. ار» لخوا ورسره کېږي د دوی لپاره بسنه نه کوي او دارنګه له افغان حکومته غواړي چې دوی لپاره د سرپناه ستونزه اواره کړي:

​"موږ پرون له پاکستانه تازه خپله کډه راوړه هلته زموږ ژوند نور سخت تنګ شوی و دلته راغلو خو هغه پخوانی کمک موږ سره اوس نه کېږي زموږ دلته د اوسېدو ځای هم نشته حکومت باید موږ سره همکاري وکړي.

خوشاله یو چې خپل وطن ته راغلو خو څه وکړو نه مو دلته د اوسېدو ځای نشه نه د کور مشر سړی لرو زه کونډه یم ټوله تمه مې الله ته ده او بیا دې حکومت ته چې زموږ سره کمک وکړي.​"

له پاکستانه د افغان کډوالو د راتګ لړۍ د څه وخت ځنډ وروسته تېره اوونۍ بيا پيل شوه چې د مسؤلینو په خبره پخوا به د هرې کورنۍ یوه غړي ته شااوخوا څلور سووه ډالر ورکول کېده خو اوس د دې لپاره چې ټولو کډوالو ته مرستې په یو شان ورسېږي د پیسو دغه اندازه تر ۲سوه ډالرو راټيټه شوې ده.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG