د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

میاخېل: تېره دوشنبه ۱۱۰۰کډوال له پاکستانه راستانه شوي


د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون دوشنبه شااوخوا یوولس سوه افغان کډوال بېرته له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل ۵۷۰ راجسټر شوي افغان کډوال بېرته هېواد ته راغلي او په همدې تعداد نور هغه کډوال هم راستانه شوي چې راجسټر شوي نه دي او اسناد یې نه درلودل.

تمه ده روانه اپریل میاشت ۱۱۰۰۰ افغان کډوال چې نومونه یې مخکې له مخکې ثبت کړي له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شي.

له ښاغلي میاخېل سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او لومړی یې د راستنو شویو افغانانو پوښتنه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

XS
SM
MD
LG