د امریکا متحده ایالاتو د سوريې یوه پوځي هوايي اډه په لسګونو لرې واټن ویشتونکو توغندیو وویشتله.
امریکايي رسنۍ وايي، شااوخوا ۶۰ توموهوک توغندي د مدیترانې په سمندر کې د امریکا له جنګي بېړیو پر سوريې ویشتل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې برید له امر ورورسته خبریالانو ته وویل:
"د سې شنبې په ورځ د سوريې دیکتاتور بشار اسد د بې ګناه ملکي وګړو پر ضد د کیمیاوي وسلو ویرونکی برید وکړ، اسد د بې وزله سړو، ښځو او ماشومانو ژوند واخیست، دا د زیاتو لپاره وحشي او تدریجي مرګ و، حتې ښکلي واړه ماشومان په دې له بربریت ډکه حمله کې ووژل شول، هېڅ ماشوم باید هېڅکله هم داسې ویره او وحشت ونه ویني."
د امریکا د دفاع وزارت وايي، تر دې برید دمخه يې روسيه په جریان کې ساتلې وه.
د سوريې پر حکومتي هدف د امریکا د توغندیو دا برید د هغې ادعا په عکس العمل کې شوی چې وايي، د سوريې حکومتي ځواکونو تېره دوشنبه په ادلیب ولایت کې کیمیاوي وسله کارولې ده.
په دې کیمیاوي حمله کې څه د پاسه اتیا کسان چې ګڼ شمېر ماشومان هم په کې شامل ووژل شول.
پر سوريې د امریکا د دې راکتي برید لږ وړاندې روسي ډیپلوماټانو خبرداری ورکړی و چې د امریکا دا اقدام به مشکوک او غمیز عمل وي.
روسي ویلي امریکا باید ددې اقدام د ټولو منفي عواقبو مسولیت پر غاړه واخلي.
پخواني معلومات:
د امریکا متحده ایالاتو د سوريې یوه پوځي اډه په لسګونو لېرې واټن ویشتونکو توغندیو وویشتل.
امریکايي رسنۍ وايي، شااوخوا ۶۰ توموهوک توغندي د مدیترانې په سمندر کې د امریکا له جنګي بېړیو پر سوريې ویشتل شوي دي.
د سوريې پر حکومتي هدف د امریکا د توغندیو دا برید د هغې ادعا په عکس العمل کې شوی چې وايي، د سوريې حکومتي ځواکونو تېره دوشنبه په ادلیب ولایت کې کیمیاوي وسله کارولې ده.
په دې کیمیاوي حمله کې شااوخوا اتیا کسان چې ګڼ شمېر ماشومان هم په کې شامل ووژل شول.
پر سوريې د امریکا د دې راکتي برید لږ وړاندې روسي ډیپلوماټانو خبرداری ورکړی و چې د امریکا دا اقدام به مشکوک او غمیز عمل وي.
روسيې ویلي امریکا باید د دې اقدام د ټولو منفي عواقبو مسؤلیت پر غاړه واخلي.
د سوریې په شپږ کلنه جګړه کې دا لومړی ځل دی چې امریکا د ولسمشر ټرمپ په امر د سوریې پر یوې هوايي اډې راکټي حملې کوي.