د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

سرنوشت: شمالي پولو کې بېلابېلو وسله والو ډلو خوځښتونه پیل کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د ترورېزم پر ضد د مبارزې پر اړتیا او په دې برخه کې پر هماهنګیو ډېر مطالب او تبصرې خپرې کړي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې د افغانستان شمالي پولو کې بېلابېلو وسله والو ډلو خوځښتونه پیل کړي دي.

په دې اړه مطلب کې په ملي شورا کې د شمال ختیځو ولایتونو د یو شمېر وکیلانو په حواله راغلي چې د دې تروریستي ډلو پرضد ټینګې او همغږې مبارزې ته اړتیا شته.

د مطلب لیکوال د ملي شورا د دې غړو په حواله لیکلي که ددې وسله والو مخالفو ډلو پر ضد مبارزه چټکه او جدي نه شي نو فعالیتونه به یې نور هم پراخ او په غټې ستونزې به بدلې شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د ترهګرۍ پرضد ګډې نړیوالې مبارزې ته اړتیا ده.

د سرمقالې لیکوال په روسیې کې د تیرې ورځې تروریستي حملې ته په اشارې لیکلي چې ترورېزم د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی او د دې پدیدې پر ضد باید ګډه مبارزه وشي.

سرمقاله لیکونکی وایي چې پر روسیې سربېره تروریستانو په بېلابېلو هېوادونو کې ورته حملې کړي او همدې حملو او ګواښونوته په پام اړتیا ده چې د نړۍ په کچه له دې پدیدې سره مبارزه وشي.

اصلاح ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ترورېزم پر ضد جدي او هر اړخېزې مبارزې ته ضرورت شته.

سرمقاله لیکونکی وایي چې اوس دا یقیني شوې چې تروریستان یوازې د وینې توییدو ته لیواله دي او له هېچا او هېڅ یوه هېواد سره دوستي نه کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې له ترورېزمه د ملاتړ ښه مثال پاکستان دی چې لا هم له دې پدیدې نه ملاتړ کوي او روسیه هم د سرمقاله لیکونکي په خبره اوس دې سیاست ته مخه کړې.

خو سرمقاله لیکونکی وایي چې ترورېزم سرحد نه پیژني او دا ثابته شوې چې ملاتړ کوونکي هېوادونو ته هم زیان اړوي.

او اطلاعات روز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې پاکستان د امریکا دوست نه دی بلکې د تروریزم پرضد جګړه کې دوه ګونی سیاست لري.

په مطلب کې راغلي چې پاکستان په یوه لاس له ترورېزم سره د جګړې په نوم په تېرو پنځلسو کلونو کې درې دیرش میلیارده ډالر له امریکا نه ترلاسه کړي خو په بل لاس یې له تروریستي ډلو نه په ملاتړ سره امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژلي دي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG